د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا سرمفتش یا سیګار د افغان ځواکونو د روزنې پر بهیر نیوکه کړې ده.
د سیګار مشر جان سوپکو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، څرنګه کېدای شي چې د بلاک هاک الوتکې پیلوټ افغان پولیس وروزي او دا ادامه هم لري.
سوپکو زیاته کړې چې افغان ځواکونو کې اداري فساد شته او دا هغه څه دي چې د دوی پر اغېزمنتیا یې منفي تاثیر کړی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې په کومو مشخصو برخو کې فساد وجود لري.
هغه پر بهرنیو ځواکونو نیوکې کړي چې د امنیت د ټینګښت لپاره یې جنګسالارانو ته پیسې ورکړي، خو دغو جنګسالارانو ډېری افغانان مجبور کړي چې طالبانو ته مخه وکړي.