د کندهار، زابل او اروزګان ولایتونو ۵۰۰ تنه د سوېل زون د اسلامي پولیسو له مرکزه تر دوې میاشتنۍ مسلکي زده کړو وروسته فارغ سول.
د پولیسو فراغت مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي وویل، د هېواد په ۱۰ لویو مرکزونو کې د پولیسو مسلکي روزنه په چټکۍ سره روانه ده او تر اوسه پورې له۵۰ زرو زیاتو پولیسو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې.
هغه زیاته کړه:« د افسرانو ارتقا د ظرفیت لپاره یوه اداره لرو، چې هغې ته د ارتقا د ظرفیت اداره وايي، هلته د افسرانو تربیه او ارتقا د ظرفیت کېږي. یو د عامو مجاهدینو لپاره لنډمهاله تربیه ده، چې شااوخوا درې میاشتو پورې وي. موږ په دې توانیدلي یو، چې په هغه کې له ۵۰ زرو زیات کسان تربیه کړو. »
په مراسمو کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او یو شمیر نورو مسوولینو له فارغ شویو پولیسو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلن وکړي او د ډاډمن امنیت لپاره دي هلې ځلې وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« ته وظیفه لرې که خلکو جرم کړی وي، که یې مخالفت د امنیت وکړ، که یې هره تېروتنه وکړه، ته به هغه شریعت ته سپارې. د شریعت ترجماني په اسلامي امارت کې هغه محاکم کوي، ته یې نه کوې. نو پام به کوو، چې پولیس به په سړک باندې ، چک پاینټ باندې، په لاره او کوڅه کې، حوزه او قومانداني کې دا به له ځانه قاضي نه جوړوي. خلکو ته به جزا نه ورکوي. خلک به نه تحقیر کوي. »
فارغ شویو پولیسو ته د قانون د تنفذ، بشري حقونو، جرمونو د پېژندني، وسلو کارونې، عامه نظم او عقيدتي چارو په برخو کې يې زده کړې ورکړل شوي.
فارغ شوي پولیس وايي هغه څه يي زده کړې چې د دندې پر مهال ورته اړین دي.
یو تن فارغ شوی پولیس شریف الله وايي:« هېله لرو، چې زموږ او د خلکو ترمنځ به ښیې اړیکې وي. موږ به له خلکو سره په اخلاقو باندې ژوند کوو. موږ ته چې کومه دنده د امرینو له خوا سپارل شوې، هغه به ترسره کوو.»
فارغ شوي پولیس به د کندهار تر څنګ زابل او اروزګان ولایتونو کې دندې ترسره کړې. د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د پولیسو د لنډمهاله زده کړو سره سره افسرانو ته د ظرفیت لوړونې اوږدمهاله زده کړې هم روانې دي.