Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د واشنګټن او تهران کړکېچ د سولې توافق ځنډولی

admin by admin
2020/01/14

په سیمه کې د ایران او امریکا کړکېچ د طالبانو او امریکا د سولې توافق ځنډولی دی.

د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې په اوصولو کې پای ته رسېدلي او د نورو خبرو لپاره له دې امله اړتیا نه لیدل کېږي چې په جنجالي مسایلو هوکړه راغلې، خو د سولې توافق د اوس لپاره ځنډول شوی دی.

د امریکا له اړخه د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژنې له افغانستان څخه د امریکا پام اړولی او دا به زیات وخت ونیسي چې تضمین کوونکي هېوادونه دې، په دې ناسم وضیعت کې سم لاسي اقدامات وکړي.

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا داسې وویل (( هغه تر شلو زیات هېوادونه چې  د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د توافقنامې لاسلیک لپاره ضرور دي چې باید حاضر شي فکر کوم، په اوسني وخت کې چې د امریکا او ایران اړیکې ترینګلې شوي ښايي ځینې هېوادونه زړه نه ښه کوي چې حاضر شي او دې ته به ګوري چې حالات عادي شي بیا به توافقنامې ته حاضریږي.)) 

د طالبانو او امریکا په هرځل خبرو کې نوي مسایل رامنځ ته شوي او په پخوانیو کومه هوکړه نه ده راغلې. اوس که نوي شرایط وړاندې کېږي باور دادی چې د سولې خبرې له خپل مسیره بې لارې کوي.

د افغان حکومت لپاره د سولې په خبرو کې مهم شرطونه له حکومت سره د طآلبانو نېغ په نېغه خبرې او اوربند دی چې طالبانو له لوري د اوس لپاره دواړه مهم شرطونه رد شوي دي.

د ارګ ویاند دواخان مینه پال داسې وویل (( بل پړاو یې د افغاني مذاکراتو دی چې د هغې لپاره افغان حکومت بشپړه امادګي لري.))

سره له دې چې طالبانو ویلي په سیمه روان تاوتریخوالی د سولې په پروسې اغېز نه لري خو اوس لیدل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق ممکن زیات وخت ونیسي او سیمې ته د هېوادونو د استازو تګ راتګ بند دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist