Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

پاکستان ته د امریکا تازه خبرداری!

admin by admin
2018/10/24

که پاکستان له ترهګرۍ لاس وانه خلي امریکا ته به مسول هېواد وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، تمه داده چې پاکستان به تر دې وروسته په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځایونه ور نه کړي.

افغانستان کې تحلیل کوونکي وایي، که امریکا د ترهګرۍ مخنیوی غواړي پاکستان باندې دې د ایران او شمالي کوریا په څېر فشارونه راوړي.

امریکا یوځل بیا له پاکستان غوښتي چې خپله خاوره کې د وسلوالوخوندي ځایونه له منځه یوسي، هغه مرکزونه چې د افغانستان د جګړې لپاره پکې وسله وال روزل کیږي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر چې خبریالانو ته یې خبرې کولې وویل د سویلي اسیا لپاره پالیسي واضیح ده او زموږ پیغام تر دې زیات څرګندیدای نشي چې په دې پاکستان هم پوهیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو داسې وویل ((  که پاکستان د ترهګرو په له منځه وړلو کې لازمه هڅه و نه کړي موږ ته به مسوول وي، ټول په افغانستان کې سوله او ټيکاو غواړي خو که پاکستان طالبان او حقاني ډله ساتي نو سولې او پخلاینې ته رسیدل ناشوني دي. او پاکستان هم پوهیږي چې دا زموږ دریځ دی چې مخکې مو هم ورته څو ځل یادونه کړې ده.))

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا تګلاره کې چې پاکستان ته په کې خبرداری و، له یوکال تېرېدو وروسته نه یوازې پاکستان بدل نه شو بلکه له روسیې، ایران او چین سره نږدې شو چې اوس امریکا ته په یو ګواښ بدلېدای شي.

تحلیل کوونکي په دې باور دي چې د امریکا فشارونه او کړن لاره د پاکستان په تړاو جدي نه ده.

کابل هم ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد له ونډې خوښ نه دی چې د کندهار وروستۍ پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا نورې خرابولی شي، ځکه ولسمشر غني باور لري چې جنرال رازق د ترور پېښه په پاکستان کې جوړه شوې او دغه هېواد باید حساب ورکړي.

باور کېږي پاکستان کې د افغانستان سره د خپلې بقاء جګړه پرمخ وړي او نړۍ سره تېر ایستونکي لوبه پرمخ وړي.

په سیمه کې د امریکا سیال هېوادونه هم غواړي چې پاکستان خوندي وساتي او د خپلو موخو لپاره یې وکاروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist