له مالي کال پنځلس ورځې تیریږي، خو تراوسه د ۹۹ کال بودجه اجنډا کې نه ده نیول شوې.
مالي کال پيل شوی، مشرانو جرګې له ځینو تغیراتو سره دا بودجه تایید کړې خو تراوسه ولسي جرګې د کمېسیون له بحثونو نه ده وتلې چې اجنډا کې ونیول شي.
دا چې د ۹۷ کال قطعیه کې ولسي جرګه له ماليې وزارت او ارګ سره جنجال لري، تراوسه ولسي جرګې قناعت نه دی کړی چې د روان کال بودجه اجنډا کې ونیسي.
مشرانو جرګې د ۹۷ کال قطعیه او ۹۹ کال بودجه تایید کړې او اوس اندیښنه لري، که بودجه په وخت تصویب نه شي د مامورینو معاشونه به وځنډیږي او پراختیایي پروژو
تر هغې چې د ۹۷ کال قطعیې په تړاو ماليې وزارت ولسي جرګې ته قناعت نه وي ورکړی، د روان مالي کال بودجه اجنډا کې نه نیسي.
\ د۹۷ کال قطعیه کې ۹۱ کوډ ته پيسې انتقال شوي او مصرف شوي چې د ولسي جرګې له نیوکو او اعتراض سره مخ دي.