Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو بې رحمانه لړۍ لاهم دوام لري

پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو بې رحمانه لړۍ لاهم دوام لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/25

له شاوخوا يوې میاشتې راهیسې په پاکستان کې د افغان ګډوالو د نیونۍ او ځورولو بې رحمانه لړۍ پیل شوې او لاهم دغه لړۍ دوام لري.

په خواله رسنيو کې له خپرېدونکو ويډیوګانو ښکاري، چې پاکستاني پولیس ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له افغان ماشومانو، سپین ږیرو او په دې هېواد کې له مېشت افغان ګډوالو سره غیر انساني چلن کوي، نیسي يې او له پوښتنې پرته يې زندان ته اچوي.

پاکستان کې د افغان ګډوالو د حقونو مدافعان وايي، پاکستاني پولیس هغه افغان ګډوال هم نیسي چې دغلته د اوسېدنې قانوني اسناد لري او يا هم بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

پاکستان کې د افغان ګډوالو حقونو مدافع اکبر سلېمانخېل وايي: « دلته هغه افغانان هم ډېر ځورول کېږي چې د اوسېدو قانوني جواز لري، ۱۸ ورځې کېږي افغان وروڼه په کورونو کې بند پاتې دي او تر دې حده اړ شوي چې د کور بسترې او لوښي پلوري او خپلو ماشومانو ته نفقه برابروي؛ خو بیا هم پولیس په عادي کالو کې د شرابو د نشې په حالت کې د دوی کورونو ته ورځي او افغان وروڼه تنګوي او بې عزتي یې کوي.»

 د سیاسي چارو تحليل کوونکي په دې باور دي، چې پاکستان تل د افغان ګډوالو له مجبوريت د ناوړه ګټې اخستنې ترڅنګ د دوی په نوم له نړيوالو بنسټونو مالي بودیجي راغونډوي.

د دوی په خبره، د افغان ګډوالو پر وړاندې د پاکستاني ځواکونو روان چلن د اسلامي، انساني او د ګډوالۍ نړيوالو اصولو خلاف عمل دی.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سليم پیګیر وايي: « په کوم اسلامي او انساني قانون کې دا روا ده چې ماشومان په ځنځیرونو وتړي او زندان ته یې یوسي. په کوم اسلامي او انساني قانون کې دا ده چې افغانې ښځې په ځنځير وتړه او په وهلو وهلو یې زندان ته یوسه.»

په ورته مهال د بهرنيو چارو وزارت مسوولین وايي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه يې له ټولو ډيپلوماټيکو چينلونو ګټه اخېستې او تمه ښيي چې د افغان ګډوالو د نيونې او ځورونې غیر انساني لړۍ به ودرول شي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي:« د افغانستان اسلامي امارت د رهبري له لوري په اسلام اباد کې د افغان سفارت او د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د هېواد جنرال کونسلګریو ته ځانګړی هدایت ورکړل شوی چې له ټولو ممکنه لارو په استفادې پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي. همداراز په کابل کې د پاکستان له سفارت او په دې وروستیو کې له ځانګړي استازي سره دغه موضوعات شریک شوي. هغوی هم دا ډاډ راکړی چې هڅه کوي څو افغان کډوال له ستونزو وژغورل شي.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيونې او زنداني کولو لړۍ وروسته له هغې زرو واخېست، چې د دې هېواد لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ يې پر وړاندې د جدي اقداماتو د ترسره کولو امر ورکړ.

په ورته وخت کې د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو څلور ورځو کې د سپین بولدک له لارې ۱۶۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist