Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ایران نور د اټومي تړون محدودیتونو ته ژمن نه دی

admin by admin
2020/01/06

تهران وايي د یورانیمو غني کولو لړۍ ته به دوام ورکړي او نور د اټومي تړون ژمنتیا له پامه غورځوي.

ایران وروسته له هغې دا خبر ورکړ چې پیاوړی جنرال قاسم سلیماني یې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

ایران او پنځه نورو لویدیځو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې اټومي تړون لاسلیک کړ چې له  امله یې د اټومي وسلې پر جوړولو محدودیتونه ولګیدل.

امریکا بیا د ټرمپ له واک ته رسیدو سره سم له دغې تړون ځان و ویست او پر هغوی یې بندیزونه ولګول.

اوس د ایران ولسمشر حسن روحاني د سلیماني پر وژل کیدو د غوسې له امله دغه محدودیتونه له پامه غورځولي دي.

له دې سره سم پلازمېنه بغداد کې یو ځل بیا هوايي بریدونه شوې دي.

عراقي رسنۍ وايي، شپږ توغندي د پلازمینې بغداد په امن سیمه یا ګرین زون کې لګیدلي دي.

د عراق پوځ وايي، په دغه سیمه کې دولتي دوانۍ او بهرني عملیاتي مرکزونه دي.

هغوی وايي، د دې ترڅنګ درې نور راکټونه هم د جدریه په نوم سیمې شاوخوا لګیدلي دي.

رسنیو تر اوسه نه دي ویلي چې دغه راکټونه د چا له خوا توغول شوي خو د ایراني جنرال له وژل کیدو او د امریکا پر سفارت له برید وروسته دا دویمه شپه ده چې هوايي بریدونه کیږي.

اخوا د عراق پارلمان د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو غږ هم کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist