Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان او امریکایان بیا خبرې پيلوي

admin by admin
2020/01/02

طالبان او امریکایان بېرته خبرو ته د ګرځېدو په حال کې دي.

طالبانو تر لسو ورځو زیاتې یوازې په خپل منځي مشورو تېرې کړې چې څنګه کولی شي  د باور لپاره په جګړو کې کموالی راولي.

ظاهرا د طالبانو کورنۍ دنده اوربند و، خو اوس طالبان وايي، دوی اوربند نه بلکې د تاوتریخوالي په کمېدو مشورې کړې دي.

د طالبانو مشورې بشپړې شوي او اوس  بېرته له امریکا سره د خبرو د بیا پيل لپاره په چمتوالي بوخت دي او ښايي دغه خبرې تر راتلونکو دوو ورځو پيل شي.

د خلاصون لارې شورا مشر اکبر آغا داسې وویل (( ډېر احتمال لري، چې هغه بهرني مذاکره کوونکي چې قطر کې و د نوي کال نمانځلو لپاره خپل هیواد ته تللي او اوس بیرته راځي او ممکن په راتلونکو دوه ورځو کې د طالبانو او امریکا خبرې پيل شي.))

موثقې سرچینې وايي پيل کېدونکې خبرې تر پخوانیو هغو ځکه مهمې او حساسې بلل کیږي چې طالبان به د یوالي ازموینې ورقه د امریکايي پلاوي په میز کیږدي.

دغه راز امریکا به هم د دوی د یوه قوت، یو لاس او د باور لپاره د هوکړې لاس لیک ته ورمخکې شي.

خو د دواړو تر منځ په یو بل د بې باورۍ زیاتېدل هم له امکان څخه لېرې خبره نه ده.

له دې سره افغان حکومت داسې سوله غواړي چې جګړه ورسره ختمه او شته لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل داسې وویل (( په سوله کې د افغان دولت موقف روښانه دی، سوله باید د ټولو جګړو پای وي، دوامداره او با عزته وي. او وکولای شي د تېرو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.)) 

په قطر کې سرچینې وايي، د امریکا تخنیکي پلاوی قطر کې دی او د طالبانو ټول غړي هم بېرته را ستانه شوي.

د مالوماتو له مخې د طالبانو مشر ملا هبت الله به په شویو مشورو د تصدیق مهر وهي او له هغې وروسته همدا متن د طالبان او امریکایانو تر منځ تر بحث لاندې نیول کیږي او وروسته به له رسنیو سره شریک شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist