Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سولې خبرو سره جګړې هم زور اخیستی

admin by admin
2020/01/01

د سولې له خبرو سره یو ځای بیلابیلو ولایتونو کې جګړې هم شدت موندلی.

ملي دفاع وزارت د ۲۰۲۰ کال پیل کې د ژمي درې میاشتو کې پر جګړې او بریدونو د شدت خبر ورکړ.

تازه یو امنیتي او دفاعي پلاوی فراه ولایت ته تللی چې د وضعیت ارزونه وکړي.

د مالوماتو له مخې یواځې د سه شنبې شپه د هېواد په شمال شرق کې نږدې شل سرتېري وژل شوي او د دې دوه چنده طالبانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده.

ملي دفاع وزارت اوړي کې د جګړې د کمښت لپاره ژمني عملیاتو ته دوام ورکوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي داسې وویل (( ددې لپاره چې په راتلونکي پسرلي او اوړي کې د دولت مخالف وسله وال کمزوري وي او د جګړې زور یې اوبه شوی وي، ملي دفاع وزارت د ژمي درې میاشتو کې عملیاتو ته دوام ورکوي.)) 

ملي دفاع وزارت به تر هغې جګړې ته دوام ورکړي تر څو چې په اوربند هوکړه نه وي شوي.

له دې سره پوځي شنونکي ډاډه دي چې ۲۰۲۰م کال کې به د سولې خبرې پایله ورکړي او جګړه به د خبرو له لارې پای ته ورسیږي.

د هوايي ځواک مخکینی قومندان عبدالوهاب وردګ داسې وايي (( د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي کیدو ته نږدې دي، او ممکن له هوکړې وروسته بین الافغاني خبرې پيل شي.))

د سولې هوکړه کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو ځای اندیښنې شته چې د بهرنیو مرستې به کمې شي، خو دفاع وزارت ډاډه دی چې راتلونکي څلور کلنه د مرستو ژمنې شوي دي.

ملي دفاع وزارت اوس هم په یولس ولایتونو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد څو ډوله عملیات کوي چې له لاس ته راوړنو یې ډک بولي.

نږدې هره ورځ طالبان او دفاع وزارت یو بل ته د لسګونه کسانو د وژل کیدو ادعا کوي او داسې ښکاري چې سږنی ژمی به جګړه کې کموالی را نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist