Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان تاوتریخوالی کموي خو اوربند نه کوي

admin by admin
2019/12/31

طالبان له هوکړې وروسته د اوربند په تړاو پرېکړه کوي.

طالبانو په روښانو ټکو د اوربند موضوع رد کړې خو د تاوتریخوالي د کمېدو په تړاو یې د مشورو د سلسلې د دوام خبره کړې.

دا واضح نه ده چې د تاوتریخوالي د کمېدو اصلي معنی څه کېدای شي؟

د خلاصون لارې شورا مشر اکبر آغا داسې وویل (( طالبانو په به اخترونو کې نا اعلان شوی اوربند کاوه تاوتریخوالی به نه نه و بریدونه به نه کېدل خو دا اوربند به د یوې هوکړې په اساس نه کیده او غیر رسمي به و، اوس هم داسې ښکاري چې دا ځل هم همداسې وشي اوربند به نه وي اعلان شوی خو مانا به یې اوربند وي.))

امریکا تر اوسه له طالبانو سره د اوربند په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو افغان حکومت ویلي اوربند او د تاوتریخوالي کمېدل د دوی محوري غوښتنه ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، اوربند د تاوتریخوالي کمښت ته لار هواروي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري داسې وايي (( اوربند د تاوتریخوالي د کمېدو لامل کیږي، زموږ د ټولو غوښتنه دا ده چې تاوتریخوالی دې کم شي او دا هله شونې ده چې اوربند اعلان شي.)) 

اوربند او د تاوتریخوالي کموالي، د باور جوړونې او د سولې خبرو د بریا لپاره اساسي شرایط ښکاري چې د جګړې ښکېل اړخونه پرې په مشورو بوخت دي.

د ولسي جرګې غړي په لومړي سر کې اوربند مهم ګڼي خو وايي، د تاوتریخوالي کمښت هم اصلي هدف ته ګامونه لنډولی شي.

د طالبانو له اعلامیې دا برداشت کيدای شي چې ممکن دوی په خپلو کې کومې هوکړې ته رسیدلې وي. بله خوا د خلیلزاد له لورې تازه د طالبانو د نظر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی، خو افغان حکومت ویلي کله چې طالبان او امریکایان هوکړه وکړي دوی به خپل جوړ شوی پلاوی رسنیز کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist