Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

امریکا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/16

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې له قطره فعالیت کوي، د ډ‌یموکراسۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د يوه داسې ټول ګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو واقعي استازیتوب وکړي.

سفارت زیاته کړې:« امریکا د داسې حکومت پر جوړولو ټینګار کوي، چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي. څو د هر افغان غږ واورېدل شي»

د سیاسي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل وايي: « ښه خبره دا ده چې نړۍ د ټولګډونه لپاره یو تعریف وړاندې کړي، یعنې ټولګډون څه مانا؟  دوی ټولګډونه څه ته وايي، ځکه حکومت خو ځېني کسان کوي عام خلک خو یې ټول نه کوي؛ نو ښه دا ده چې دوی تعریف یا مطلب د عامګډون او ټولګډون لپاره وړاندې کړي. که دوی بیا غواړي چې دا ولس په ملیتي ترکیبونو، قومونو،ژپو او ډلو ټپلو ووېشي خو دا نور امکان نه لري.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، نړيوالو تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې او تېرې څو لسیزې یې افغانانو ته دا اجازه نه ده ورکړې، چې خپل سیاسي برخلیک وټاکي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « د حکومتولۍ او حکومت جوړونې بحث خپله د افغانانو اړوند دی، په تېرو څو لسېزو کې هېڅکله دوی اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان ملت خپل سیاسي برخلیک خپله وټاکي. په وار وار یې له نړیوالو ټولنو او هغو هېوادونو چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي غوښتي دي، چې پرېږدئ افغان ملت خپل برخلیک خپله وټاکي.»   

 د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « زما په اند ټولګډونه حکومت یعنې وړتیا په پام کې نیول دي کار اهل کار ته باید وسپارل شي او هغه وړ کسان چې ژمن، صادق او مسلکي دي، هغوی باید په لوړو مقامونو وګومارل شي.»

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کېرن ډیکر هم ویلي ول چې افغان حکومت باید پراخ بنسټه او ټول ګډونه وي.

د همدې موضوع په تړاو مو هڅه وکړه، چې د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر هم واخلو؛ خو له پرله پسې اړیکو سره سره یې نظر شریک نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist