د ازبکسان ولسمشر شوکت میرضایف د تاجکستان پلازمېنه دوشبنې کې د مرکزي اسیا هېوادونو سرمشریزه کې د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، دا پروژه مرکزي اسیا کې د اوبو وېش زیانمنولی شي.
میرضیایف د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو د را سپړلو لپاره د یوې ګډې کاري ډلې وړاندیز هم کړی دی.
اسلامي امارت تر اوسه پورې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د قوش تیپې کانال په ملي پروژه چټک کار روان دی، چې نږدې ۵ زره ۵۰۰ تنه په کې په کار بوخت دي.
د مالوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوب شي.