سر له سبا کابل کې د پاکستان سفارت د ویزو خدمتونه بیرته پيلوي.
که څه هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانستلو حکم کړی، خو افغان سوداګر وایي، دغه دروازه تر ۱۲ ساعتونو پرانستې وي او له هغې وروسته مامورین نه وي چې د دوی ستونزې حل کړي.
د ویزو نه ورکړې ترڅنګ افغان سوداګر شکایت کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي وضعیت پر سوداګرۍ بده اغیزه کوي چې له کلونو راهیسې له ستونزو سره مخ دي.
کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله بیا افغان سوداګرو سره په یوه ناسته کې ویلي، که افغانستان له بل هر هېواد سره سوداګریزې اړیکې پیدا کوي، حق یې دی او پاکستان یې مخالفت نه کوي.
خو افغان سوداګر وایي، پاکستان د کراچۍ بندر کې هغه ۲۶۲ کانتینرونه درولي او د راتګ اجازه نه ورکوي چې له هندوستان بوره افغانستان ته راوړي.
له دې سره زاهد نصرالله ژمنه وکړه چې د افغان سوداګرو لپاره به سفارت کې ځانګړې څانګه پرانیزي چې هره ورځ به له ۲ تر ۵ بجو پرانستې وي او سوداکرو ته به یو کلنې ویزې ورکړي.
کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله داسې وویل (( په خوشحالۍ سره اعلانوم چې سر له سبا کابل کې د پاکستان سفارت د ویزو ورکولو خدمات بیرته پرانستل کېږي او افغان سوداګرو ته به یو کلنې ځانګړې ویزې ورکړو.
زه په چلینج سره وایم، بل داسې هېڅ هېواد نشته چې له افغانستان سره د ویزو او سوداګرۍ برخه کې داسې اسانتیاوې ولري.))
وړاندیز دا دی چې د پاکستان او افغانستان دولتونو ترمنځ دې داسې میکانیزم جوړ شي چې نه یوازې د خصوصي سکتور او دولتونو ترمنځ همغږي زیاته شي، بلکې د باور په فضا کې داسې فعالیتونه وشي چې په سوداګریزه تګلاره کې مثبت تمام شي.