Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د روسې پر ضد جنګېدلي مجاهدین د مسکو غېږ ته لوېدلي

admin by admin
2019/12/26

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د یرغل څلوېښت کاله پوره شو.

پوره څلویښت کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه د وخت د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ چې د افغان ولس له نهه کلن جهاد او مقاومت سره مخ شو.

د حفیظ الله امین د واکمنۍ د کورنیو چارو وزیر وايي، ترهغې چې پر افغانستان د یرغل په تړاو له روسانو سره حساب و نه شي باید افغانستان کې يې سياسي فعالیتونه بند شي .

د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وايي د مجاهدینو ځینو مشرانو چې نهه کاله یې د روسانو پر وړاندې د افغانستان جګړه رهبري کوله او جهاد یې اعلان کړی و، اوس همدا مجاهدین د سولې په ورکه پسې مسکو کې ګرځي او د هغو روسانو په غیږ کې پراته دي چې په افغانستان یې بلوا راوړې وه .

دغه پخواني چارواکي وايي د مجاهدینو زیاته برخه مشران د جهاد له پیله تر دې مهاله خپلو شخصي ګټو پسې ګرځي .

د حفیظ الله امین د واکمنۍ د کورنیو چارو وزیر فقیر محمد فقیر داسې وايي (( دغه خلک چې پرون مجاهدین وو، ځانونه مجاهدین ګڼي، خو اوس مسکو، امریکا او یا نورو هېوادونو ته چې سر ټیټوي دوی ته زه افغانان نه وایم. دوی لاسپوڅي دي، پردي اجنټان دي او د پردیو استخباراتو پورې تړاو لري.))   

د روسانو د یرغل له امله په ملیونونو افغانان شهیدان ، معلول او مهاجر شول او پخواني مجاهدین دغه یرغل په افغانستان کې د بدبختیو اصلي پیلامه یادوي.

جهادي رهبر قاضي محمد امین وقاد داسې وايي (( د روسانو د یرغل سره په افغانستان کې وحشت ډېر شو، افغانستان یې پاېمال کړ افغانان یې وځپل او میلیونونه افغانان ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال شول.))

د پخواني ولسمشر داکتر نجیب الله د واکمني دفاع وزیر شهنواز تڼي بیا داسې وویل ((  بې له شک نه چې روسانو په افغانستان باندې بې ځایه تیری وکړ او افغانستان کې یې قانوني حکومت پرځولی دی.))

فقیر محمد فقیر بیا وايي روسانو له افغانستان سره سخته جفا کړې، هغه مهال یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور او ملګرتیا  فضا ماته کړې او په افغانستان یې یرغل کړی چې باید حساب ترې وغوښتل شي.

د حفیظ الله امین د واکمنۍ د کورنیو چارو وزیر فقیر محمد فقیر وویل (( تر هغې پورې چې موږ روسانو سره د جنګ حساب نه وي تصفیه کړی، د جنګ او جګړې تاوان یې نه وي راکړی زه پخپله په دې عقیده یم چې په افغانستان کې د روسیې سیاسي فعالیتونه باید چورلټ نا روا اعلان شي او سفارت یې هم باید بند شي.))

خو مجاهدین بیا وايي افغانستان له روسانو د جګړې تاوان اخیستو ته اړتیا نه لري.

جهاد مشر قاضي محمد امین وقاد وویل (( افغانستان، روسیې ته اړ نه دی چې لاس ورته اوږد کړي او  ووايي چې تاوان مې راکړه، روسان چې د خپلې امپراطورۍ د ړنګولو تاوان له مونږ څخه نه  غواړي موږ هم باید د جګړې تاوان له هغوی څخه و نه غواړو.))

د افغان ولس دنهه کلن جهاد سرښندنو او قربانیو په پایله کې د روسانو سرې لښکرې په افغانستان کې ماتې او اتحاد یې دړې وړې شو.

د حزب اسلامي مشر په یو خبري کنفرانس کې داسې وویل (( یو نیم میلیون افغانان په دې جنګ کې ووژل شول، شپږ میلیونه کډوال شول له یو میلیون زیات کورونه ړنګ شول خو افغانان تسلیم نه شول، او له خپلې خاورې یې دفاع وکړه او د روسیې سرې لښکرې یې ماتې کړلې او له افغانستان وتښتېدل.))

 چې د منځۍ اسیا هیوادونو خپلواکي ترلاسه کړه، خو له دې ماتې وروسته جهادي ډلې په خپل منځ کې سره په جنجال شوې او خپلمنځي جګړه کې یې کابل وران کړ  او لسګونه زره افغانان ووژل شول، لسګونه زره معلول، کډوال او بې کوره شول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist