بلخ کي د ملي اردو په بیز چاودنه او جګړه کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بلخ ولسوالۍ د بنګالې پله پر بیز نن سهار ۴ بجې لومړی د موټربم برید شوی او بیا جګره پیل شوې.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي شمشاد ته وویل چې په دغه پېښه کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي.
بلخ کې یوې بلې باوري امنیتي سرچینې شمشاد ته وویل چې دغه پېښه کې شاوخوا ۳۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.