Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

 د خوړو نړیوال پروګرام: د بودیجې کمښت له امله به سږ کال میلیونونه افغانانو ته مرستې ونه رسېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/13

د خوړو نړیوال پروګرام په تېرو شپږو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره په لویه کچه د بودیجې له کمښت سره مخامخ شوی دی.

دې پروګرام په یوه راپور کې خبر ورکړی، چې د بودیجې کمښت به د دوی هغو پلانونو پر وړاندې خنډ شي، چې میلیونونه بې وزلو افغانانو لپاره يې لري.

راپور کې ویل شوي، د بودیجې کمښت له امله به سږکال ۱۰ میلیونه افغانان د دوی بشري مرستې ترلاسه نه کړي او ترڅنګ به يې کارکوونکي هم د افغانستان نیمايي ولسواليو ته سفر ونه کړي.

د راپور یوه برخه:« د بودیجې کمښت له امله به سږکال ۱۰میلیونه افغانان زموږ بشري مرستې ترلاسه نه کړي. د دې ترڅنګ د افغانستان نیمايي ولسواليو ته به موږ نوره مرسته ونه شو رسولی.»

له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د تعامل نشتوالی د مرستو د کمېدو لامل بولي او زیاتوي، چې د مرستو له کمېدو سره به په هېواد کې د فقر کچه لوړه او اقتصادي وضیعت به نور هم خراب شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « له دې سره به د غربت کچه ورځ تر بلې زیاتېږي، د خلکو پر ژوند به مستقیمې اغېزې ولري، د افغانستان مالي نظام کمزوری کېږي، ځکه د ډالرو کم راتګ خپله د پیسو پر ثبات، د قیمتونو پر لوړوالي او ترڅنګ یې په نړیواله سوداګرۍ کې د افغانستان پر ونډه،  په دې ټولو به خپله اغېزه ولري؛ نو د حاکم نظام لپاره اړینه ده چې په دغه برخه کې  تر ډېره بریده د نړیوالو پر غوښتنو بیا کتنه وکړي.»

بل خوا له حکومت هم غوښتنې دي، چې سرپرست حکومت دې د بشري وضعیت مهار لپاره طبیعي زیرمو ترڅنګ کرنې او نورو برخو کې خصوصي سکتور سره همکاري زیاته کړي، څو کاري فرصتونه پیدا شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي:« دا ډېره مهمه ده چې موږ له نړیوالو سره خپلې سیاسي ستونزې حل کړو، ترڅو نړیوال مشروعیت پيدا کړو. په دې توګه به نړۍ له موږ سره بشردوستانه مرستې هم وکړې او اقتصادي مرستې هم، د دې ترڅنګ حکومت باید هڅې وکړي چې په خپلو ستراتیژیکو برنامو وکولی شي پروژې په کار واچوي، د پانګې جذبولو زمینه برابره کړي، همداراز خصوصي سکتور دې هم د افغانستان ملاتړ وکړي تر څو په هېواد دننه کې زیاته پانګونه ترسره شي.»

د خوړو نړېوال پروګرام داسې مهال د خپلو مرستو له لیست څخه میلیونونه افغانان لرې کوي، چې د نړیوالو سازمانونو د موندنو له مخې، څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د نړۍ لسو اړمنو هېوادونو په لیست کې راځي.

نیېوالو مرستندویه سازمانونو له میلیونونه افغانانو سره د مرستو لپاره میلیاردونه ډالرو غوښتنه کړې، چې ډېره برخه یې نه ده ترلاسه شوې.

سرپرست حکومت که څه هم د اقتصادې پرمختګ یادونه کوي او وايي، فرصتونه یې پيدا کړي، خو له نړیوالو یې بار بار غوښتنه کړې چې بشري مرستې دې نه سیاسي کوي او وضعیت ته په کتو باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist