ملي دفاع وزارت وايي، نن سهار وختي د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو او ملي امنیت پر قرارګاه برید کړی چې په کې اوه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
ملي دفاع وزارت لیکلي، دا برید نن سهار وختي د دولت اباد ولسوالۍ خیلي کلي سیمه کې د ملي اردو او ملي امنیت په یوه ګډه پوسته شوی دی.
سرچېنې لیکلي، برید کې د ملي اردو اوه سرتیري وژل شوي او درې د ملي امنیت او درې د ملي اردو سرتېري ټپیان دي.