Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یوناما او ناټو د ټاکنو د پاېلو له اعلان هرکلی وکړ

admin by admin
2019/12/22

د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د یوناما، امریکا او ناټو له هرکلي سره مخ دی.

کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې د امريکا او فرانسې سفارتونو سربېره ناټو هم د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان هر کلی کړی.

يادو ادارو ويلي، چې دا پايلې لومړنۍ دي او شکايتونو کمېسيون بايد د نوماندانو شکايتونه په پوره دقت او معين وخت کې وڅېړي.

د ولسمشريزو ټاکنو لومړنيو پايلو وروسته اجرايه مشر عبدالله عبدالله ويلي، چې د ټاکنو پايلې نه مني او د خلکو له رايو دفاع کوي.

يوناما په یوه خپره شوې اعلامیه کې لیکلي (( موږ د پایلو د اعلان هرکلی کوو، ټول کاندیدان ددې فرصت لري، چې خپلې اندیښنې، د مناسبو میکانیزمونو له لارې، په ټاکل شوي وخت کې د اړونده قانوني چوکاټونو، مقررو او تګلارو پراساس مطرح کړي. ))

له يوناما سربېره کابل کې د امریکا سفیر د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان هرکلی کړی او ويلي یې دي، چې د کمېسیون له لوري اعلان شوې پایلې وروستۍ نه دي.

کابل کې د امريکا سفير جان باس داسې ویلي ((موږ له کمشنرانو او د کميسيون له کار کوونکو مننه کوو چجې پایلې یې اعلان کړې، دا د ټولو افغانانو لپاره مهمه ده، چې په ياد ولري، چې دا پايلې وروستۍ نه دي. ))

د ناټو ملکي استازي نېکولاس کې هم د کمېسيون له لوري د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان هر کلی شوی.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي له دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې داسې لیکل شوي (( د ناټو  ملکي استازی نېکولاس کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د لومړنيو پايلو د اعلان هر کلی کوي او په دې برخه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د هڅو ستاينه  کوي، چې د ولسمشريزو ټاکنو امنيت يې خوندي کړ.))

کابل کې د فرانسې سفارت هم د لومړنيو  پايلو له اعلانه خوښه ده او وايي، چې ټاکنيز شکايتونه بايد په سمه توګه وڅېړل شي.

کابل کې د فرانسې سفارت داسې ویلي (( ټول شکايتونه بايد د ټاکنيزو شکايتونو  کمېسيون له لوري په کامل درناوي، حق او استقلاليت سره وڅېړل شي.))

د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټيم وايي، دا پايلې نه مني او خبرداری یې ورکړی چې د خلکو له رايو دفاع کوي.

د ثبات او همپالنې ټیم د اعلامیې یوه برخه کې بیا داسې ویل شوي ((ثبات او همپالنې ټیم به د افغانستان د شریفو خلکو له رایو د ټولو قانوني لارو څخه په ګټې اخیستنې دفاع وکړي او اجازه به ورنکړي، چې څوک یې پر رایو معامله وکړي.))

د ولسمشر غني په مشرۍ، دولت ساز ټيم، چې په لومړنيو پايلو کې ترټولو مخکښ دی د  پايلو د اعلان هر کلی یې کړی او وايي، چې شکايتونه هم لري.

دولت ساز ټاکنيز ټيم داسې ویلي ((موږ د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه د ۱۳۹۸کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو په خاطر مننه کوو، خو تر څنګ یې مشخص شکایتونه هم لرو.))

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي له اوږده ځنډ وروسته بلاخره یکشنبه په دې وتوانېدل، چې لومړنۍ پايلې اعلان کړي او د خلکو صبر پای ته ورسوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist