Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان کې هره ورځ دوه ماشومان د ناچاوده توکو له امله قرباني کېږي

اوچا: سږ کال افغانستان کې  ۱.۷ میلیونه ښځو او ماشومانو ته مرستې ونه رسېدې.

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/06

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، سږ کال د بودیجې کمښت له امله یو میلیون ښځو او ۷۰۰ زرو ماشومانو ته مرستې نه دي رسېدلي.

اوچا خبرداری ورکړی که د اړتیا وړ بودیجه ترلاسه نه شي، نو لږ تر لږه ۱۵ میلیونه افغانان د څښاک اوبو، حفظ الصحې او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ وي.

‏ اوچا زیاته کړې:« په ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې کمښت له امله د مرستو محدودولو پر دوام تر دې دمه روان کال ۱ میلیون ښځو او نجونو حفاظتي کیټونه نه دي ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ له ۵ کالو څخه کم عمره ۷ زرو ماشومانو هم د خوارځواکۍ پر وړاندې حفاظتي کیټونه نه دي ترلاسه کړي. اوچا د افغانستان دې وضعيت په اړه اندېښنه لري.»

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان په اوسني وضعیت کې د افغانانو لپاره مرستې مهمې بولي او ټينګار لري، چې سرپرست حکومت بايد په زراعتي او معدني سکتور پانګونه وکړي تر څو اړمنو افغانانو ته د کار زمينه برابره شي.

 د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتيا وايي:« زه فکر کوم چې نړۍ د افغانستان په اړه مسوولیت لري او د ملګرو ملتونو سازمان دا مکلفیت لري چې اړمنو او بشري ناورین سره د مخ کسانو لپاره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي، څو په هېواد کې د انساني او بشري ناورین مخنیوی وشي. له بلې خوا د افغانستان حکومت هم مکلف دی، چې په هېواد کې د فقر ستونزې د حل لپاره بنسټيزې لارې پيدا کړي او هغه څه چې زموږ د ملي ګټو او دیني ارزښتونو خلاف دي، له هغې تېر شي او په دې توګه د افغانستان اقتصادي ستونزې هوارې کړي.»

بل خوا د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي، حکومت دې پر يوه داسې میکانېزم کار کوي چې له مخې يې زياتو افغانانو ته په کور دننه د کار زمينه برابره شي او کولای شي له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي.

نظري زیاتوي:« د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو، بندیزونو او بانګي محدودیتونو له امله اقتصادي ستونزې شته؛ خو دا ستونزې تر دې کچې نه دي چې اندېښنې وزېږوي. ا.ا د کورنیو د اشتغال، د پېرلو د وړتیا زیاتولو او اقتصادي ودې او پراختیا لپاره په هېواد کې مهمې برنامې لري.»

په ورته مهال ډاکټران انديښنه لري، که په هېواد کې اړمنو خلکو ته پر وخت بشري مرستي ونه رسېږي نو د ناسم غذايي سيستم له امله د رامنځته کېدونکو ناروغيو کچه به لوړه شي.

روغتیاپال رازق خان وايي:« څنګه چې اوچا په خپل راپور کې ویلي، موږ په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له امله د خوارځواکۍ کېټونه او ځېني کېټونه چې یوازې د مېندو لپاره وړیا وړاندې کېدل، اوس یې نه شو وړاندې کولی؛ نو دې سره به د خوارځواکۍ کچه نوره هم لوړه شي او هغه مېندې چې ماشومانو ته شیدې ورکوي، دوی به په سختو ناورغیو اخته شي، ځکه چې د فقر له امله نه شي کولی ځانونه تغذیه کړي.»

د ملګروملتونو د بشري مرستو هغږۍ ادارې(اوچا) خبرداری ورکړی که پر وخت د اړتيا وړ بوديجه ترلاسه نه کړي، نو په افغانستان کې به خپلې مرستې ودروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې
افغانستان

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې
افغانستان

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل
افغانستان

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

اپریل 13, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist