Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالمتین قانع: امنيتي ځواکونو له داعش سره تړاو لرونکي يو شمېر بهرني وګړي نيولي

عبدالمتین قانع: امنيتي ځواکونو له داعش سره تړاو لرونکي يو شمېر بهرني وګړي نيولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/04

 د کورنیو چارو وزارت په تېرو دوو کلونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري په ترسره شوو عملیاتو کې د هغو بهرنيو وګړو د نيول کيدو خبر ورکوي، چې له داعش ډلې سره اړيکه لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع له شمشاد سره په خبرو کې ویلي،  د ياد و کسانو شمېر له ۲۵ تنو زيات  دی او په خبره یې دې کسانو غوښتل د ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو سره ځانګړي اهداف پر نښه کړي.

قانع زیاتوي:« موږ په تېرو دوو کلونو کې ۲۵ تنه چې غوښتل یې ځانمرګي بریدونه وکړي، د هېواد امنیت زیانمن کړي نیولي دي.  الحمدالله تر پېښې وړاندې یې مخنیوي شوی دی. تاسې پوهېږئ چې کشفي او اطلاعاتي ځواکونه له امنیتي ځواکونو سره یو ځای ډېر ښه فعالیتونه لري او تر اوسه ۲۵ تنه نیول شوي. دا کسان د بېلا بېلو هېوادونو، لکه: ازبکستان، تاجګستان، پاکستان او ځېني نورو هېوادونو وو.»

قانع که څه هم د کوم هېواد نوم وانخېست خو وايي، ځينې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د امنيت ګډوډولو په هڅه کې دي.

کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په افغانستان کې بې ثباتي د ټولو هېوادونو پر زيان بولي او زياتوي،چې هېڅکله به دې کار ته اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه:« دا لا مشخصه نه ده، په عموم کې دي، اکثریت یې طبعاً چې داعش دي او د دوی کنټرول هم تاسې ته معلومه ده. دلته په افغانستان کې نشته، د دوی کنټرول له بهره کېږي، له هماغه ځایه مدیریت کېږي، له هغه ځایه دوی ته بودیجه تصویب کېږي؛ نو اوس الحمدالله اسلامي نظام راغلی دی، ټول اسلامي اصول مراعت دي، اسلامي او خپلواک هېواد دی اوس هېڅ ستونزه نشته ده.»

خو د پوځي چارو کارپوهان بیا د سيمې هېوادونو له لوري له افغانستان سره د ترهګرۍ په ځپلو کې پر همکاريو ټينګار کوي.

د دوی په باور، باثباته افغانستان د سيمې او ګاونډيو هېوادونو امنيت تضمينوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه او واحد دريځ اړين دی.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« پاکستان هغه هېواد دی، چې د دوی استخبارات د افغانستان په بدبختیو کې خپل اقتصادي پانګې ګوري او د ډیورڼد کرښې په سرحد د بدلولو لپاره یې هر ادرس ته مراجعه کړې ده، زموږ د ځپلو لپاره یې په مختلفو نومونو جنګونه په دا نیمه پېړۍ کې پلان کړي دي، ان د قدرتونو راوستل او دلته یې جنګول د پاکستان د استخباراتو له پلان سره سم شوي دي.»  

د پوځي چارو کارپوه محمد متین محمد خېل بیا وايي: « په ټوله کې افغانستان نه د دې سابقه لري او نه په افغانستان کې تمویل شوي، نه به وشي.»

د افغانستان حکومت تل ډاډ ورکړی دی چې خاوره به يې په هېڅ صورت د نورو هېوادونو پر وړاندې ونه کارول شي او له هېوادونو يې هم د ورته کار تمه ښودلې.

د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي بهرني وګړي تر ډېره د هغو هېوادونو اتباع دي، چې په مکرره توګه يې په افغانستان کې د ترهګرۍ د موجوديت ادعا کړې او له دې درکه اندېښنې څرګندوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist