Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي

admin by admin
2019/12/17

امریکايي سناتور ډاډه دی چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو کمښت بدې پایلې ور نه کړي.

امریکايي سناتور لېنډسي ګراهم چې کابل ته سفر کړی، له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو اېستل د امریکا د ګټو خلاف کار بولي.

ګراهام د امریکا له هغې پریکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر  اته زره شپږ سوه ته راکم شي.

امریکا پریکړه کړې چې افغانستان کې به د سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي؛ هغه پریکړه چې ځینې یې هر کلی کوي خو ځينې یې اندېښمن کړي.

امریکايي سناتور لیندسي ګراهم چې کابل ته راغلی وايي، افغانستان کې د سرتېرو کمېدل به پر روان وضیعت بدې اغېزې ونه کړي؛ خو د ټولو سرتېر پر وتلو خوښ نه برېښي.

لېنډسي ګراهم داسې وویل ))  د افغان ځواکونو وړتیا زیاته شوې او د وړتیا زیاتیدو په برخه کې یې زده کړې کړي، د امریکايي ځواکونو شمېر د اړتیا له مخې کمېږي، ولسمشر ترمپ پلان لري چې په څو اونیو کې د ځواکونو شمېر راکم کړي او دا به وضعیت باندې ناسم اغیز و نه کړي)) 

لېنډسي کابل کې رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته به افغان حکومت یو پیاوړی ټیم وټاکي چې طالبانو سره خبرې وکړي.

د امریکا سناتور لېنډسي ګراهم داسې وویل (( تمه لرو چې رایې به په حوصلې وشمېرل شي او داسې حکومت به رامنځ ته شي چې ټولو ته د منلو وړ وي او نوی حکومت به د خبرو لپاره یو ټیم رامنځته کړي چې طالبانو سره خبرې وکړي.)) 

امریکايي سناتور په جلاجلا کتنو کې د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او د امریکايي ځواکونو پر وتلو، سولې او پر ټاکنو یې خبرې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist