Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات کې بې ځایه شوي له سختو ستونزو کړېږي

admin by admin
2019/12/16

هرات ولایت کې یو شمېر کورني بې ځایه شوي روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او ښوونځیو ته لاسرسی نه‌لري.

هرات کې یو شمیر کورني بي ځایه شوي شکایت کوي چې پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

دوی وايي له یوې خوا د سختې لوږې او فقر سره مخ دي او له بل لوري ځايي اوسیدونکي ورته په یوه او بله پلمه ستونزې جوړوي او اجازه نه ورکوي چې شیدايي دښتو کې مېشت شي.

بلخوا سیمه ییز مسؤولین وايي هڅه کوي چې دغو کډوالو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې او ستونزې يې هوارې کړي.

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ د وچکالۍ او جګړو له وېرې له غور، فاریاب او بادغیس ولایتونو څخه هرات ته راکډه شوې دي چې نسبتاً ښه ژوند ولري او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې پوره شي.

دغه کډوال وايي، دلته راغلي چې ګواکي مرستې به ورسره وشي، خو شکایت کوي چې دلته هم پاکو اوبو، ښوونځیو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دغه بي ځایه شوي وايي، شتمنۍ، مېنې او کلی يې ټول پرېښي چې په هرات کې هم د کار نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

دوی دلته ځانونو ته له خټو سرپناوې جوړې کړي، خو ځايي اوسېدونکي يې مخنیوی کوي او ور څخه غواړي چې دغه سیمې پرېږدي.

کډوال د هوا سړېدو لا زیات اندېښمن کړي او اندېښنه لري، که اړینې مرستې ورسره و نه شي، نو په سختو ناروغیو به اخته شي.

سیمه يیز مسؤولین هم د دغو کډوالو له ستونزو خبر دي، خو د هواري ژمنه يې کوي.

د شمېرو له مخې هرات کې دا مهال دېرش زره کورنۍ داخلي بې ځایه شوي دي چې ځیني يې له ډیر سخت حالت سره لاس او ګرېوان دي.

که څه هم دغو بې ځایه شوو ته څه ناڅه مرستې راغلي، خو هغومره نه دي چې ستونزې یې حل او ژوند يې ورسره ښه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist