د بلخ امنیه قوماندان اجمل فایض وايي، دغو عملیاتو کې د قیصاري ۳۰ ساتونکي نیول شوي او ۱۲ تنه نور وژل شوي دي.
د بلخ امنیه قوماندان اجمل فایض ویلي، خپله قیصاري له ساحې څخه تښتېدلی دی او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.
قیصاري تر دې مخکې هم د بې ګناه خلکو پر ځورولو، وژلو او غلاوو تورن و، خو تازه یې یو ځل بیا په مزارشریف ښار کې د عامو خلکو پر ځورولو او د ځمکو پر غصب لاس پورې کړی و.
وړم ماښام بلخ کې د نظام الدین قیصاري کور کلابند او د نوموړي د نیولو هڅې پیل شوې چې د هغه د مقاومت په صورت کې له کابله ځانګړي ځواکونه ورغلل او ان د قیصاري پر کور هوایي بریدونه هم وشول، چې دواړه لوري تلفات هم لري.