Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان د تاوتریخوالي په را کمولو مشورې کوي

admin by admin
2019/12/14

طالبان له خپل مشرتابه سره په مشورو بوخت دي.

د طالبانو سیاسي دفتر وايي، دوی له خپل مشرتابه سره په مشورو بوخت دي او امریکا سره یې خبرې به بېرته ژر پیل شي.

معتبرې سرچینې وايي، طالبان له خپل مشرتابه او نظامي مسولینو سره د تاوتریخوالي په راکمېدو سلا مشورې کوي.

خلیلزاد بېرته له اسلام اباد قطر ته رسېدلی او موثقو سرچینو د خلیلزاد له خولې ویلي، چې روانه اوونۍ به دوی د لوی بدلون هوکړه وکړي.

د طالبانو سیاسي دفتر وايي، دوی له خپل مشرتابه سره په یو لړ مشورو بوخت دي او بېرته خبرو ته راګرځي.

سهیل شاهین د مشورو موارد روښانه نه کړل خو معتبرې سرچینې وايي، مذاکراتي پلاوی له خپلو نظامي مسولینو سره د تاوتریخوالي په کمېدو خبرې کوي.

زلمی خلیلزاد هم په دې لټه کې دی چې تاوتریخوالی کم شي، او په همدې تړاو یې اسلام اباد ته په سفر کې له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

زلمی خلیلزاد شنبه بېرته قطر ته رسېدلی، هلته یې ځینو کسانو ته ویلي، چې امریکا به په روانه اوونۍ کې د لوی بدلون هوکړه وکړي.

زلمي خلیلزاد دا خبرې د پاکستان له سفر وروسته کړې دي او ممکن شنبه ناوخته کابل ته راستون شي.

د افغان سولې په برخه کې د امریکا استازی زلمی خلیلزاد داسې وايي (( په اسلام اباد کې له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او پوځ مشر قمر باجوه سره په لیدنه کې مې د سولې د روانو خبرو په اړه مالومات شریک کړل او په افغانستان کې د تاوتریخوالي په راکمولو او اوربند کې مو د هغوی د ملاتړ هرکلی وکړ. دا چاره به بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي))

د ځینو راپورنو په اساس طالبان او امریکایانو یو او بل په تاوتریخوالي تورنوي، خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې بریدونه کم کړي او دغه راز د طالبانو غوښتنه له امریکا دا ده چې شپني عملیات او هوايي بریدونه کم شي.

افغان حکومت هم د تاوتریخوالي کموالي او اوربند ته په تمه دی.

د ولسي جرګې ځینې غړي ټینګار لري چې خلیلزاد باید له دوی سره په مشوره مخکې لاړ شي .

امریکا او طالبان تر بل هر وخت خبرو ته نیږدې ښکاري، د تازه او تېرو خبرو اصلي موضوعات مالوم دي خو د جزيي موضوعات چې روښانه شوې نه دي، تر بحث لاندې و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist