Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: کورنیو مسایلو کې چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

متقي: کورنیو مسایلو کې چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/31

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د وږي پر ۸ مه) په  کابل کې د علماوو او مخورو په ناسته کې د وینا پر مهال وویل، په داخلي پرېکړو کې خپلواک دي او نړیوال دې په یوه او بله بهانه د دوی په چارو کې لاسوهنې نه کوي.

متقي وايي، اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د سترو قدرتونو د سیالۍ پر ډګر بدل شي.

هغه زیاتوي:« هېڅوک دې نور په بهانو جوړولو پسې نه ګرځي. هغه بهانې او تورونه چې نن پر دې نظام لګول کېږي، د ثبوت لپاره یې هېڅوک سند نه شي وړاندې کولی. د نظام کمزوري کېدو هڅه چې هرڅوک کوي، دا د هغوی په خپل تاوان ده. د افغانستان کمزوري کېدل، د  افغانستان بي ثباتي دا د ټولې سیمې او نړۍ پر زیان ده.»

د  کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني بیا له خلکو  غوښتنه وکړه چې له دوی سره همکاري زیاته کړي.

حقاني زیاته کړه:« په یوه ورځ نه اختر کېږي، اوس موږ او تاسو ساه واخېستله. اوس بېرته ځان برابروو. جنګ او د جهاد کوم کارونه چې وي هغه اسانه وي، خفګان او غمونه ورسره تړلي وي، خو ابادي ډېره غټه حوصله غواړي. لوی تعامل غواړي خو بیا هم دلته الحمدالله زورواکي ختمه شوه.»

قومي مشرانو او د ناستې ګډونوالو چې شمیر يې سلګونو ته رسېده د ۱۲ماده یز پریکړه لیک په خپرولو سره د حکومت ملاتړ سربېره په ځینو برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دغه راز په ناسته کې غوښتنه وشوه چې د اقتصادي ځان بساینې لپاره باید خلک له کورنيو تولیداتو څخه ګټه واخلي او افغانان د دې تیرو لسیزو جګړو څخه د درس په توګه پر یووالې باندې کار وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist