ولسمشر: چارواکي دې د بيروکراسۍ پر ځای کار وکړي.
ولسمشر له چارواکو وغوښتل چې بېروکراسۍ دې شا ته پرېږدي او پر پروژو دې ژر تر ژره کار پیل کړي.
ولسمشر غني په پروان ولایت کې د ځينو پروژو پرانیستې پر مهال وویل چې چارواکي دې بېروکراسي شا ته پرېږدي او خلکو ته دې زمینه برابره کړي چې کار پیل کړي.
ولسمشر وویل چې د پروژو لپاره دې منسجم پلان جوړ شي چې ټول خلک او خصوصي سکتور د چارو په پیل او پای پوه شي.
ولسمشر پروان ته په خپل سفر کې د باريک آب صنعتي او کرنيز پارک او د جبل السراج – نجراب سړک لومړی فاز پرانېسته هم وکړه.
ولسمشر د باریک آب صنعتي او کرنیز پارک پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه پارک به د تازه میوو د خرابېدو د مخنیوي او بهرنيو هېوادونو ته په صادرولو کې رغنده رول ولوبوي.