Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې بې وزلۍ ګڼ شمېر ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي

کابل کې بې وزلۍ ګڼ شمېر ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/30

پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو په اړه که څه هم په هېواد کې ځانګړې سروې نه ده شوې، خو د کار نړیوال سازمان د موندنو له مخې، په افغانستان کې  ۱.۲  میلیونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

له دې ډلې یو هم ۱۲ کلن شېر اغا دی، چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده.

شېر اغا وایي، له ده پرته په کور کې د ډوډۍ ګټلو څوک نه لري او اړ دی چې د کورنۍ مړولو لپاره ټوله ورځ سوک غاړې ته صافیاني وپلوري.

هغه زیاتوي:« د کور مشر یم. تر اوسه پورې ښوونځي ته تلم اووم ټولګي کې وم، اوس اړ شوم کور کې د کار څوک نشته؛ نو ښوونځی مې پرېښوده او کار ته راووتم.»

په کم عمر کې د کورنۍ سرپرستۍ نه یوازې د دې لامل شوې، چې کوچنیان درانه کارونه وکړي، بلکې له دوی څخه یې د ښې سبا هېلې هم اخېستي او اړ شوي څو زده‌کړې شا ته پرېږدي.

کابل ښار کې یو تن کاریګر ماشوم وايي: « کار نشته دی. اوس مهال خو بېکاره یو مخکې کار وه، له کوچنیوالي مې مستریتوب کاه، درې کاله مې دا کار وکړ اوس اينده نه لرم، نه  مې وس شته دی، نه پیسې شته،  کاروبار نشته؛ نو زما هېله دا ده چې له ما سره مرسته وشي، د کار زمینه راته برابره شي. زه غواړم کار وکړم، ځکه اوسمهال زما اقتصادي وضعیت خراب دی.»

دوی له مسوولینو غواړي چې د کار او زده کړو زمینه دې ورته برابره کړي.

کابل ښار کې یو ګاریګر ماشوم وايي: « سهار راځم او تر مازیګره کار کوم ۱۵۰ افغاني راکوي، ښوونځي ته نه ځم. راځم دلته کار کوم، کار هم دومره نه کېږي بس دا ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانۍ کېږي کور ته پرې ډوډۍ اخلم کور کې ۱۰ کسان یو.»

د  اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ماشومان د هېواد راتلونکی دی او دا د حکومتونو مسووليت دی، چې ځوان نسل ته د زده‌کړو خوندي او مناسب چاپېريال رامنځته کړي او له درنو کارونو يې را وګرځوي.

د اقتصادي چارو کاروپوه نورالله عزیز وايي:« په ماشومانو د سختو کارونو ترسره کول یوه بله غټه ستونزه ده، هغه سروې چې په دې وروستیو کې د یونېسف له لوري شوې ده، داسې په ګوته کوي چې څه باندې یو میلیون ماشومان په سختو کارونو بوخت دي،  دا د افغانستان راتلونکي لپاره ډېره ستونزمنه ده، ځکه هغه ماشومان چې په سختو کارو بوخت وي د دوی ذهني، فکري او جسمي وده د هغو ماشومانو پرتله ډېره ضعیفه وي چې په عادي ډول ژوند کوي؛ نو په دې برخه کې د حاکم نظام لپاره اړینه ده، چې په هغو فرصتونو او امکاناتو غور وکړي چې له مخې یې له ماشومانو سره اقتصادي مرسته کېږي.»

په ورته وخت کې  د کار او ټولینزو چارو وزارت د اړیکو مسوول سمیع الله ابراهیمي وايي، د هېواد پر کچه يې ساګونه هغو ماشومانو ته چې پر درنو کارونو بوخت وو، راټول کړي او بېلابېلو مرستندویه او ښوونیزو مرکزونو ته یې معرفي کړي.

ابراهیمي زیاتوي:« د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو او په ۲۰۰ ولسوالیو کې له ماشومانو د ملاتړ او عمل کرد شبکې فعاله دي. همدارنګه دغه شبکې په یادو سیمو کې د ماشومانو پېښو ته رسېدنه کوي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سوالګرو  راټولولو په کمېټه کې فعاله ونډه لري او هلته هغه ماشومان چې په سړکونو سخت کارونه کوي او یا سوال کوي د یوه منظم میکانیزم پر بنسټ هغوی په کمېټه کې راټولوي.»

د ملګرو ملتونو د اړوند ادارو د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳ ميليونه ماشومانو له زده‌کړو محروم دي او نيمايي يې د کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کولو لپاره پر درنو کارونو بوخت دي، خو د کار او ټولینزو چارو وزارت وايي، په تیرو دوو کلونو کې یې سلګونه سوالګر ماشومان راټول کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist