که څه هم له نړۍ سره په تعامل کې د سرپرست حکومت پر چلن ملاحظې شته، خو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په اروزګان ولایت کې پر تحصيلي سيسټم سربېره له نړۍ سره د تعامل پر سياسي موضوع هم غږېدلی دی.
ندیم وايي، حکومت له نړيوالو سره په تعامل کې له واجباتو ور هاخوا له مستحباتو هم نه تېرېږي او زياتوي، چې هېڅ داسې څه به تعاملاتو کې ونه مني، چې شريعت په کې نقض کېږي.
ندیم زیاتوي:« دا فیصله ده چې په الله مې د قسم وي تر مستحب نه تېرېږم، فرض خو هلته پرېږده تر مستحب عمل هم نه تیرېږم. دا فیصله ده چې له کفارو سره به په هغه څه کې تعامل نه کوو چې الله پاک اجازه نه وي راکړې او دا فیصله ده چې د افغانستان د مسلمانانو پر سر به لاس ورتېروم د رحم او شفقت لاس به یې پر سر باندې لرم. هېچاته د ظلم اجازه نه ورکوم که مجاهد دی که قاضي دی، که رئیس دی که والي که وزیر دا حق نه لري، چې د افغانستان په مسلمانانو یوه ذره ظلم وکړي او دا یې هم فیصله ده، چې پر خدای مې د قسم وي که پر یو چا باندې د ظلم اثبات وشي که په ټول عمر بیا راڅځه امر شي یا مدیر شي.»
ندیم د مشرتابه هغې پریکړې ته هم اشاره کوي، چې پر خلکو د ظلم مخنيوي په برخه کې شوې. نوموړی وايي، د يادې پرېکړې له مخې له وزيرانو نيولي بيا تر ټيټ پوړو پورې، هېڅوک پر خلکو د ظلم او د دوی د حقونو د نقضولو اختيار نه لري.
بلخوا د اروزګان اوسېدونکي د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست په دې ولايت کې د پوهنتون جوړولو غوښتنه کوي.
دوی وايي، که څه هم اروزګان ته پوهنتون منظور شوی، خو د ځمکې د تشخيص په برخه کې لا ستونزې پر ځای پرتې دي.
د پوهنتون استاد زار محمد ستوری وايي:« د دغو ستونزو له جملې تاسې په جریان کې یاست چې یوه هم د اروزګان پوهنتون د ځمکې موضوع ده، چې دا ډېره بارزه موضوع ده او ډېر وخت یې ونیو؛ له ۱۳۹۳ کال څخه بیا تر اوسه پورې چې تقریبا نهه کاله کېږي او په دې نهو کلونو کې زموږ ځمکه تر اوسه تثبیت شوې نه ده. دا زموږ لپاره یوه مهمه موضوع ده، چې ځمکه باید ولرو څو تعمیرات جوړ شي او پوهنتون پرمختګ وکړي.»
زده کوونکی سمیع الله وايي:« ځوانان دې وهڅوي چې ادبي ټولنې او نور پرګرامونه جوړ کړي، تر څو ځوانان تشویق شي او زده کړو ته دوام ورکړي. موږ دا غوښتنه لرو، چې موږ ته د تعلیم او تحصیل په برخه کې لا زیات کار وکړي.»
د پوهنتون استاد سید ولي صدیقي وايي: « د نظام د پاېښت لپاره تر ټولو مهم شرط همدا دی چې خلکو ته خپل حقه حقوق ورکړل شي، خلکو ته خپل حقوق ورسېږي، په خلکو ظلم ونه شي، هغه وخت ولسونه پر نظامونو راپورته کېږي کله چې د خلکو پر حقونو پښه کېښودل شي، په هغو نظامونو ملت نه راپورته کېږي چې دولتونه ورته خپل حقه حقوق ورکوي، د دوی حفاظت کوي د هغو پر سر یې لاس نیولی وي، هغوی ته د کار زمینه برابروي، د تعلیم زمینه برابروي.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر داسی مهال اروزګان ته سفر کړی، چې د دې ولايت اوسېدونکي د زدهکړو په برخه کی لا هم له پراخو ستونزو سره مخ دي.