Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ناکامورا وژل کېډو په کور دننه او بهرغبرګونونه را پارولي دي

admin by admin
2019/12/04

د ناکامورا او ملګرو وژل کیدو باندې یې په کور دننه او بیرون پراخ غبرګونونه راپورته شوي.

تتس ناکامورا چې پنځلس کاله یې د افغانانو لپاره د زراعت د پراختیا برخه کې کار وکړ د چهارشنبې په سهار جلال اباد ښار کې د یو برید په ترڅ لومړی ټپي او بیا یې روغتون کې ساه ورکړه.

د ناکامورا وژل کیدلو د عامو خلکو تر څنګ د مسوولو چارواکو، او ملګرو ملتونو غبرګونه هم راپورته کړي.

د ولسمشر د ناکامورا په وژنه خواشینې ښودلې او مسوولو ادارو ته یې د دې پېښې د جدي پلټنې لارښوونه کړې.

ولسمشر غني داسې ویلي (( دا چې زموږ د هېواد د آبادۍ او پرمختګ داخلي او بهرني ذلیل دښمنان زموږ پرمختګ، ابادي او د ولس سوکالي نشي زغملی، نو په ډېرې بې رحمۍ سره زموږ د وطن په خواخوږو دوستانو دغه راز بزدلانه بریدونه کوي. د پېښې له خبریدو سره جوخت مې اړوندو امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د پېښې جدي پلټنه وکړي او د برید اصلي مسوولان هر څومره ژر چې کېږي د قانون منګولو ته وسپاري.))

د ولسمشر  تر څنګ بیا اجراییه ریاست د تتس ناکامورا وژل کیدل له ویر ډک عمل یاد کړی او امنیتي ارګانونو ته یې د قاتلینو ژر تر ژره نیولو سپارښتنه کړې ده.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله داسې ویلي (( په خیریه بنسټ برید د هغو خلکو کار دی چې افغانستان کې د ښیرازي او بیا رغونې پروژو پلي کولو مخالف دي، او له هیڅ داسې عمل دریغ نه کوي چې هغه کې افغانان وځپل شي موږ د یاد برید ټولو قربانیانو ته جنت فردوس او ټپیانو ته روغتیا غواړو.))

ملګرو ملتونو هم د ناکامورا وژل کیدل غندلي او هغه یې د افغانانو رښتنی خدمتګار یاد کړی.

یوناما داسې ویلي (( ملګري ملتونه د جاپاني مرستندویه کار کوونکي د وژل کېدو غندنه کوي او دغه کار بې مانا وحشي کار بولو. هغه خپل ټول ژوند اړمنو افغانانو ته وقف کړی و او ډير وخت یې هغوی سره په مرسته تېر کړی و.))

د افغانستان بشر حقونو بیا د ناکامورا پر وژل کیدو سخت غبرګون ښودلی دی او له حکومت یې غوښتي چې عاملینو ته یې له قانون سره سم سزا ورکړي.

بشر حقونو کمیسیون داسې ویلي ((بشر حقونو کميسيون د ملکي کسانو او د خيريه موسسو د کارکوونکو وژنه جنگي جنايت او د بين المللي بشردوستانه حقونو ښکاره سرغړونه بولي. کميسيون له دولت او اړوندو ارگانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د دې پېښې عاملين په نښه کړي او له قانون سره سمه سزا ورکړي.))

د ناکامورا په وژل کیدو عام وګړو هم خواشیني ښودلې او ناکامورا یې د بیارغونې او پراختیایي برخه کې د دې هېواد رښتینی خدمتګار بللی. خواله رسنیو ټویټر او فیسبوک کې افغانانو له ناکامورا بښنه غوښتې چې په قدر یې پوه نه شول او په داسې وخت کې ترې لاړ چې لا هم د زراعت د پراختیا هغو پروګرامونو ته نه و رسیدلی چې ارمان یې درلود.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist