د اطلاعاتو او کولتور وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د چین اېم.سي.سي شرکت له مسوولینو سره لېدنه کړې.
په دغه لېدنه کې د یاد شرکت مسوولینو ویلي، هڅه کوي د مس عینک کان د مسو کېندنې په داسې ډول وکړي، چې فرهنګي آثار خوندي پاتې شي او د مسو کېندنې هم په ښه ډول ترسره شي.
دغه راز د یاد شرکت مسوولینو په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت د مرستې غوښتنه کړې ده.
اخوا بیا په ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د اېم.سي.سي شرکت مسوولینو ته ویلي، چې تاریخي اثار یوه هېواد پورې تړلي نه دي او ساتنه یې د ټولو ګډ مسوولیت دی.
دغه راز نوموړي د یاد شرکت مسوولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.