Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د قطر لومړی وزیر: له ا.ا سره د اړیکو نشتوالی افغانستان کې د پراخې کډوډۍ لامل کېدی شي

د قطر لومړی وزیر: له ا.ا سره د اړیکو نشتوالی افغانستان کې د پراخې کډوډۍ لامل کېدی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/27

د قطر لومړي او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په سنګاپور کې د ستراټیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال ویلي چې  له اسلامي امارت سره تعامل نه کول به په افغانستان کې د بې ثباتۍ لامل شي.

ال ثاني ټینګار کړی چې نړیوالې ټولنې باید له پیله اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو لپاره هڅه کړی وی.

هغه زیاته کړې:« طالبانو سره د اړیکو نشتوالی به په افغانستان کې د لا پراخې ګډوډۍ او خلا لامل شي. نړیوالې ټولنې باید له پیله د رغنده خبرو اترو لپاره هڅه کړی وی.  موږ ټولې خواوې هڅولي چې په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.»

قطر چې د امریکا نږدې ستراتیژیک ملګری ګڼل کېږي او له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې د  اسلامي  امارت او امریکا ترمنځ د خبرو مستقیم منځګړیتوب کړی، د اسلامي امارت او نړیوالو په ځانګړې توګه د امریکا سره یې رول لا هم شته دی.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« ګټورې خبرې دي؛ خو دې ته عمل کول په کار دي او عمل نه تراوسه ا.ا ښودلی دی او نه هغو نړیوالو چې ا.ا ته یې خپل شرطونه وړاندې کړي؛ نو نه هغوی دغسې نرمښت ښودلی دی چې بالاخره د ډیپلوماتیکو اصولو په رڼا کې داسې هڅې رامنځته شي، چې د افغانستان خلک هم زیان ونه ګوري او له نړۍ سره سیاسي تعاملاتو ته لار هواره شي.»

د قطر لومړي وزیر خبرداری ورکړی، تر هغې چې د ستراتیژیکو مسالو پر ځای د تاکتیکي مسایلو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې روانې وي، هېڅ پرمختګ به ونه‌ شي او ټینګار یې کړی چې دا به د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت ناوړه اغېزه هم ولري.

د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د تعامل لپاره د دواړو غاړو پر انعطاف ټینګار کېږي، خو شنونکي ټینګار کوي چې اسلامي امارت د قطر په واسطه کولی شي نړیوالو سره تعاملات پیل او پر رسمیت وپېژندل شي.

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي:« قطر کولی شي که چېرې ا.ا یو میکانېزم او سیستم ورته جوړ کړي  خبرې ورسره وکړي؛ نو له  نړۍ سره تعامل او پر رسمیت پېژندل، مرستې راجلبولو او افغانستان له انزوا د خلاصولو لپاره قطر واقعا یو ښه لابيګر دی، ځکه هلته هم اړیکه لري او دلته هم په اسیا کې هم اړیکه لري.  قطر د منځګړتوب یو اعتبار هم په سیمه کې ساتلی دی.»

قطر د امریکا نېږدې سټراتیژیک ملګری او د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ منځګړی هېواد دی. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په وروستیو څرګندونو کې په ډاګه کړې چې د افغانستان د رسمیت پېژندې پر وړاندې امریکا خنډ ده او که دوی ( امریکا) وغواړي ټوله نړۍ دوی سره سیاسي تعاملات پیلولی او پر رسمیت یې پېژندلی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist