Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/21

په پاکستان کې د شهباز شریف پر مشرۍ د ائتلافي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، په دې هېواد کې ورځ تر بلې سیاسي  وضعیت  کرکېچن کېږي، امنيتي وضعيت ترينګلی شوی او اقتصادي ناورين هم  ورځ بلې ته د پراخېدو په حال کې دی.

په دې هېواد کې ډېموکراټیک بڼه پر دېکټاټورۍ اووښتې، په داسې  حال چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډوڼ ښايي مخالفې سیاسي څېرې د زندان د میلو تر شا ودرېږي.

تازه د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د پاکستان  بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي وړمه ورځ په اسلام اباد کې له خبري کنفرانس وروسته د پاکستان د پوځ له لوري نیول شوی.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:« که چېرې د پاکستان حکومت په خپلو سیاسي کړنو کې بدلون رامنځته نه کړي، ولس به یې لا ترې ناراضه شي او پر وړاندې به یې ډېر لاریونونه وکړي. د دې ډېر امکان شته دی چې دا هېواد( پاکستان) په څو ټوټو ووېشل شي. »

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د دې غورځنګ د یو شمېر نورو لوړپوړو مشرانو په ګډون زرګونه تنو په اسلام‌اباد کې اعتراض ترسره کړی او د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې له لوري پر پښتنو د روانو ظلمونو، مرموزو نیونو او هدفي وژنو پر وړاندې یې د احتجاج غږ پورته کړ.

له دې نیوکو وروسته د پاکستان پولیسو د پي.ټي.ایم مخکښ مشر علي وزیر نیولی دی. پاکستاني رسنیۍ د نوموړي نیول کېدو لامل د حکومت په چارو کې لاسوهنه بولي، خو د نېول کېدو تر شا یې ښایي اصلي لامل په پرونۍ غونډه کې وینا او د پاکستان پر پوځ توندې نیوکې وي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ  وايي:« زه ویلی شم چې د دوی ( پاکستان) همدا د جګړو پروژه ده. که چېرې په سېمه کې جګړه نه وي پاکستان تجزیه کېږي، پاکستان له منځه ځي نو د پاکستان  پاتې کېدل زموږ د افغانانو په وینو، سیمې ته د تروریزم صادرول او په سیمه کې نویو جګړو ته لاره  جوړول دي.»

له امنیتي اړخه دغه هېواد په وروستیو وختونو کې له سخت فشار لاندې دی، چې د پاکستان پوځ څخه یې هم  د مهار لار ورکه کړې.

تازه د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د چاودنې له کبله ۱۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

 ویل کېږي چاودنه د هغو کاریګرو پر موټر شوې، چې د پاکستان پوځ لپاره یې پوسته جوړوله.

شنونکي وایي، په دې هېواد کې هر سیاسي تحول کولی شي افغانستان په مستقیم ډول اغیزمن کړي، نو اسلامي امارت ته پکار ده چې د پاکستان وضعیت تر ژورې څېړنې لاندې ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب بهادر وايي:« دا طبیعي  خبره ده چې د پاکستان وضعیت ان د سیمې هېوادونو پر وضعیت هم تاثیر پرېښودلی شي او په ځانګړي ډول پر افغانستان باندې یې منفي اغېزې ډېرې زیاتې دي. په کار دا ده چې د افغانستان له خوا ډېر یو منظم او مدیریت شوی سیاست غوره شي او دغه حالت په ډېر دقت سره تر څېړنې لاندې ونیسي.»  

دا په داسې حال کې ده چې د شهباز شریف پر مشرۍ حکومت استعفاء ورکړې، پارلمان منحل شوی او انورالحق کاکړ د پاکستان د نوي سرپرست لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړې.

پاکستان کې دا مهال د راتلونکو ټاکنو لپاره تیارۍ روانې دي او که وضعیت له خپل نورمال حالته ونه وځي د پلان له مخې ټاکل شوې په راتلونکو شااوخوا دوو میاشتو هلته نوې ټاکنې ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist