Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو پلاوي تهران کې ایراني چارواکو سره کتلي

admin by admin
2019/11/27

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوي له ایراني چارواکو سره لیدلي او په یو لړ مسایلو غږیدلي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو ټوېټ کې لیکلي، چې یاد پلاوي د افغان شخړې د سوله ییز حل سربېره په ګڼو نورو موضوعاتو بحث کړی دی.

کابل کې تحلیل دا دی چې په افغان سوله کې د ایران رول د ایران د ارادې پورې اړه لري.

له یوې مودې راپدېخوا طالب سیاسي پلاوي، په سیمه کې د باورجوړونې لپاره د سیمې هېوادونو سفرونه پیل کړي دي چې تازه طالب پلاوی ایران ته تللی او د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره یې په یو لړ مسایلو خبرې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین داسې ویلي ((د ا.ا.امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشرمحترم ملا برادر اخند او ورسره هئيت یې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر جواد ظریف او ورسره هئيت سره په تهران کې وکتل. دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د سولې د پروسې په هکله تفصیلي خبرې وکړې))

ایراني رسنیو  لیکلي، جواد ظریف په دغه لېدنه کې د بین الافغاني ناسې د برابرولو په برخه کې د ایران چمتووالی ښودلی.  

تحلیل دادی، چې ایران د افغانستان سره د سلګونه کېلومټره ګډې پولې او دوه میلیونه افغان مهاجرو په لرلو په افغان سوله کې د ایران رول د خورا پاملرنې وړ دی.

افغان حکومت ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې د سیمې هېوادونو ته د طالبانو سفرونه يې بې ګټې بللي او غوښتنه یې داوه، چې طالبان دې مخامخ له افغان حکومت سره خبرې وکړي..

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
نړۍ

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist