د امريکا بهرنيو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي، امريکا په افغانستان کې د بلي وسله والي جګړې لپاره ځوان پوځي نسل نه لري او نه غواړي چې په دې هېواد کې ووژل شي.
بلېنکن ویلي، د لومړي د ځل لپاره امريکا په افغانسان کې اوږده ۲۰ کلنه جګړه پای ته رسولې او له دې هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو پريکړه که څه هم ستونزمنه وه، خو په خبره يې پر ځای پرېکړه ده.
هغه زیاته کړې:« د افغانستان په اړه تاسو له ما مخکې هم دا خبره اورېدلې وه او زه به یې اوس بیا تکرار کړم. له افغانستانه د وتلو پرېکړه خورا ستونزمنه وه، خو سمه هم وه. موږ د لومړي ځل لپار په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله. موږ د امریکا بل ځوان نسل نه لرو چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي. موږ د افغانستان خلکو ملاتړ لپاره کار ته دوام ورکوو، موږ له افغانستان سره تلپاتې ژمنې لرو.»
دغه راز بلېنکن ويلي، په افغانستان کې د دوی ځواکونو حضوري ماموريت له پای ته رسېدو وروسته، امريکا د ۲۰۲۱ کال له اکسټ میاشتې راهيسې له افغانانو سره ۱.۹ مېليارده ډالر مرسته کړې.
د امريکا بهرنيو چارو وزير په باور د افغانستان سرپرست حکوت او د نړيوالي تولنې ترمنځ به د اړيکو دروازه تر هغه وخت تړلي وي، ترڅو ياد حکومت پر خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی.
هغه زیاتوي:« موږ د افغانانو تر ټول مخکښ تمویلونکي او بشري مرسته کوونکي پاتې شوي یو چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې تر دې دمه مو نږدې ۱.۹ میلیارده ډالر مرسته کړې. موږ دې کار ته دوام ورکوو چې طالبان هغو تهداتو ته ژمن کړو چې کړې يې دي خو ترسره کړې یې نه دي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه. زموږ او د لسګونه هېوادونو دریځ ډېر روښانه دی. هغه دا چې د طالبانو او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لار به تر هغې تړلې وي، چې د نورو مسایلو ترڅنګ د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وشي.»
دا په داسې کال کې د چې د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وړمه ورځ د اسلامي امارات د بيا واکمنېدو دويمې کليزې په مناسبت ويلي، د نړۍ رسيمت پیژندنې ته اړتيا نه لري او د بندیزونو له لارې دې هڅه نه کوي، چې پر اسلامي امارت فشار راوړي.
د سیاسي چارو شنونکي د امريکا بهرنيو چارو وزیر وروستيو څرګندونو ته په پام وايي، چې امريکا په افغانستان کې د بلي جګړې تابیا نه لري او غواړي چې د خبرو اترو او ډپیلوماټيکو لارو دې هغه ستونزې حل کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د باور فضاء ننګولې.
په ورته وخت کې د چين د بهرنيو چارو وزارت بیا وايي، د افغانستان سرپرست حکومت په تیرو دوو کلونو کې اغیزناک ګامونه پورته کړي، چې له امله يې د دې هېواد اقتصاد او امنيت ښه شوی دی.
ياد وزارت زياته کړې، چې نړۍ لا هم په افغانستان کې د تروریستي ډلو له موجوديت وېره لري او سرپرست حکومت د دې ډلو له منځه وړلو لپاره بريالۍ هڅې وکړي.