Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فراه کې بهرنیو ځواکونو ملکي وګړي وژلي

admin by admin
2019/11/24

د فراه پشترود ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې ملکي کسان وژل شوي.

د فرا پشترود کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو هوايي برید کې شپږ ملکیان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

سیمه ییز خلک وايي برید د یکشنبې په شپه د پشترود ولسوالۍ ګجګین کلي کې پر جومات شوی دی.

د فراه سیمه ییز چارواکي برید مني خو وايي، وژل شوي ملکي وګړي نه دي طالبان دي.

دوی نیوکه کوي چې ګنې تېره شپه یې پر جومات هوایي برید شوی چې ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی وايي برید د ماښام لمانځه تر ادا کولو وروسته د جومات څخه د خلکو د راوتلو پرمهال شوی چې له امله يې اته ملکي وګړي وژل شوي او او پنځه نور ټپیان دي.

ولایتي شورا وايي وژل شوي ټول ملکي وګړي دي او له ولسمشره غواړي چې نور دا ډول بریدونه ودروي.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند دغه برید کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي خو ادعا کوي چې وژل شوي ټول طالبان دي .

د فراه د ملکي روغتون مسؤولین وايي د پيښې له ځایه اته مړي او پنځه ټپیان وروړل شوي چې په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي او روغتیايي وضعیت يې سم نه دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist