د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې د نجونو د زده کړو حق په کې په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي.
د یاد سازمان جرمنې څانګې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، که په ځینو ولایتونو کې د نجونو پر زده کړو د تازه محدودیتونو راپورونه سم وي، دا به ویجاړوونکی بدلون وي.
یاد سازمان له اسلامي امارته غوښتي دي چې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.
خو اسلامي امارت بیا په وار وار ویلي چې د شرایطو په برابرېدو سره به د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.