Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: خراب اقتصادي وضعیت او دوامداره بحرانونو د افغانستان اقتصادي وده کمزورې کړې

نړیوال بانک: د افغانستان بانک د متخصصو کادرونو له کمښت سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/07

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ادعا کړې، چې د افغانستان مرکزي بانک د متخصصو کادرونو له کمښت سره مخ دی او دې چارې د افغانستان بانک مالي مقررات او څارنه پېچلې کړې ده.

راپور کې ویل شوي، چې د بانکي څارنې په برخه کې ستونزې کولی شي، دننه په افغانستان کې د پېسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل ترڅنګ نورو غیرقانوني کړنو ته لار هواره کړي.

د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۱  کال له اګسټ راهیسې د زیات شمېر کادرونو تېښتې د افغانستان په مرکزي بانک کې د تخصص او ظرفیت نشتوالي لامل شوی چې دې چارې په دې هېواد کې مالي مقررات او څارنه نوره هم پیچلې کړې، چې ورسره په افغانستان کې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل ګواښونه مخ پر زیاتیدو دي. په پایله کې ښايي له نړیوالو بازارونو څخه د افغانستان مالي سیستم د لا زیاتې انزوا لامل شي.»

نړیوال بانک د خپلې دې ادعا د اثبات لپاره ویلي، په مالي برخه کې د یو شمېر هېوادونو له تخنیکي بحثونو سره سره بیا هم د افغانستان بانک په دې نه دی توانېدلی، چې د دې بانک ترمخ پرتې ننګونې حل کړي.

بل پلو د افغانستان بانک مسوولان بیا د کادرونو د کمښت، د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل په تړاو د نړیوال بانک دغه تازه خپور شوی راپور ردوي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي:« د افغانستان بانک مشرتابه د مسلکي او تجربه لرونکو کادرونو ساتنې او پرمختګ ته ژمن دی او په تېرو دوو کلونو کې دې بانک مسلکي او تجربه لرونکي کادرونه ساتلي او په لوړو بستونو کې یې پر دندو ګومارلي دي. دې بانک د پیسو مینځلو سره د مبارزې په برخه کې هم ګړندي ګامونه پورته کړي او د دې برخې کارکوونکو لپاره یې مناسب کاري چاپیریال رامنځته کړی دی.» 

کارپوهان هم له هېواده د بانکي برخې متخصصینو او اړونده کادرونو کمښت مني او د نظام بدلون، د بهرنیو هېوادونو له لوري د دې کادرونو اسانه جذب او دننه په هېواد کې د کافي امتیازاتو نشتوالی هغه موارد یاودي، چې په دې برخه کې یې له را ولاړې ستونزې سره لاس کړی.

خو د بانکي حوزې یو شمېر نمتخصصین بیا د نړیوال بانک راپور یو اړخیز ګڼي او د بانکي نظام د کرختۍ او فلج لاملونو داسې بيانوي.

د بانکي چارو متخصص محب الله شریف وايي:« د دوی  په وتلو او یا د نورو خارجیانو په وتلو سره د افغانستان بانکي سیستم نه ټکنی شوی، نه ورو شوی او نه هم پر ټپه دریدلی دی. اصلي خنډونه دا دي چې خپله نړیوال بانک هم پرې پوهېږي، امریکایانو پر بانکونو محدودیتونه لګولي. زموږ بهرني بانکي اکونټونه یا له نورو بانکونو سره نه پږیږدي. موږ نه پرېږدي چې پر خلاص مټ له افغانستانه پیسې بهر ته واستوو او یا هم له بهره افغانستان ته پیسې راولېږو. »

نړیوال بانک داسې مهال په افغانستان کې د بانکي سیسټم په برخه کې د شته ستونزو په تړاو راپور خپروي چې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سېګار هم تېر کال په خپل راپور کې د افغانستان بانکي سیسټم فلج او له کاره لوېدلی یاد کړی وه.

د دې ترڅنګ څو ورځې وړاندې د امریکا ځینو چارواکو هم ویلي ول چې د افغانستان بانک تفتیش نه دی توانېدلی چې د افغانستان د شتمنۍ د ساتنې له صندوق څخه د شتمنیو د بېرته راګرځولو په تړاو د امریکا د مالیې وزارت ډاډ ترلاسه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist