د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د اسلامي امارت په استازيتوب د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي، تر څنګ د کورنيو چارو، ماليې، عامې روغتيا او اقتصاد وزارتونو معينانو او رئيسانو، او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی وه.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو په استازيتوب په افغانستان کې د یاد سازمان د بشري چارو تنظیموونکي او د يوناما مرستیال ډانيل انډريس، د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف)، د خوړو نړيوال پروګرام، د خوړو او کرنې سازمان، د کډوالۍ نړيوالې ادارې او نورو ادارو رئيسانو ګډون کړی وو.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، په دې ناسته کې ډانيل انډريس د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو پر نوي ستراتيژيک پلان او د نړيوالو مرستو پر اوسني وضعيت خبرې کړي او د افغانستان له خلکو سره یې د ملګرو ملتونو د مرستې ژمنتیا ترڅنګ وویل، چې له تيرې ناستې را وروسته د تمویل وضعیت ښه شوی دی.
د ډانيل انډريس په وینا، د ملګرو ملتونو د نوي پلان هدف دا دی چې د افغانستان د اوږدمهالو اړتياوو او د مرستو د پايدارۍ د اصل په پام کې نيولو سره د بشري او پرمختيايي خواوو هڅې همغږې شي.
په ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي بیا ویلي، د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې هېواد ته راتلونکې مرستې په کاري فرصتونو د بدلولو له لارې په داسې توګه مديريت شي چې خلکو ته يې دوامداره ګټه ورسيږي او هېواد په پړاويز ډول د ځان بسیاينې پر لور ولاړ شي.
دغه راز په ناسته کې دواړو خواوو د خپلمنځي تفاهم او همغږۍ د پياوړتيا په موخه د دغسې ناستو پر دوام او د همدې ناستو له لارې، د مخ ته راتلونکو ستونزو په حل هوکړه کړې.