د پکتیا په اریوب ځاځیو کې د ملکي وګړو پر یو موټر هوايي برید ۷ ملکي وګړي وژلي دي.
د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې هوایي برید د یوې کورنۍ اووه کسان ووژل.
د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د علي سنګیو سیمې قومي مشر انور صدیقي وایي چې نن ماښام شپږ بجې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې علي سنګیو سیمه کې یو سراچه موټر په نښه کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د یوې کورنۍ اووه غړي ووژلي دي.
صدیقي وایي په وژل شویو کې درې ښځې دوه ماشومان او دوه سړي شامل دي.
د پکتیا امنیه قومانداني سیمه کې هوایي برید تاییدوي او وایي چې د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات په لاس کې نه لري.











