• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فارن پالیسي: اسلامي امارت بشري مرستو کې لاسوهنه کوي

فارن پالیسي: اسلامي امارت بشري مرستو کې لاسوهنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/27

د امریکا فارن پالیسي مجلې د دغه هېواد پراختیا نړيوالې ادارې (یو.اېس.آی.ډي) د موندنو پر بنسټ ادعاء کړې، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په چوکاټ کې له اړمنو افغانانو سره، د ترسره کېدونکو مرستو په بهیر کې لاسوهنه کوي.

د فارین پالیسي مجلې په راپور کې ویل شوي چې اسلامي امارت واک ته له رسېدا وروسته د نږدې دوو کلونو په اوږدو کې، د نړيوالو له لوري نقدي مرستو ته د عایداتي سرچینو په سترګه کتلي او په دې مرستو کې یې د سرپرست حکومت د پراخ نفوذ د درلودو خبر ورکړی دی.

د راپور یوه برخه:« ملګري ملتونه اړمنو افغانانو ته د مرستو لپاره د میلیاردونو ډالرو نړیوالو مرستو ساتونکی دی. هلته چې شااوخوا نیمايي نفوس یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره همدغو مرستو ته په تمه ناست دي. هغه ادارې چې په افغانستان کې د مرستو رسولو مسوولیت لري، د طالبانو له لوري تر شدید نفوذ لاندې دي. طالبان بهرنیو مرستو ته د عایداتي جریان په سترګه ګوري.»

فارین پالیسې د یو.اېس.آی.ډي په حواله لیکلي اسلامي امارت دغه کړنې په خپلې تېرې دورې کې هم په مکرر ډول کړي، خو په خبره یې  دا ځل د اسلامي امارت چارواکو دغه کړنه په بې‌ساري ډول زیاته کړې.

د دې ترڅنګ په راپور کې د اسلامي امارت له لوري د نړیوالو مرستو د انحصاري کولو او تر خپل کنټرول راوستلو ادعا هم شوې.

د راپور یوه برخه:« د خیریه موسسو په نړیوالو مرستو کې لاسوهنه او د بودیجې سپړل د طالبانو لپاره نوې خبره نه ده، دوی دغه کار په ۹۰ یمه لسیزه کې د خپل تېر حکومت پرمهال هم کاوه. د ۲۰۲۱زیږدیز کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته دغه چاره زیاته شوې. طالبان دغه راز د دې مرستو د انحصاري کولو او تر خپل کنترول لاندې راوستلو هڅه کوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ادعاوې ردوي او له حقیقته لرې یې ګڼي.

مجاهد د نړیوالو په بشري مرستو کې د نه لاسوهنې ډاډ ورکوي او دغه ډول تبلیغات له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو کمولو او له افغانستان څخه د مرستندویه بنسټونو د پام اړولو هڅه بولي.

بل پلو شنونکي هم د دغو مرستو د ویش په بهیر کې پر شته فساد ټینګار کوي خو وايي، په يادو مرستو کې لاسوهنه تر ډېره د هغو سیمه‌ییزو مسوړلینو له لوري کیږي، چې د دولتي چارواکو او یا هم د مرستندویه بنسټونو له لوري د ویش واک ورکړل شوی وي.

په بشري مرستو کې د سرپرست حکومت د لاسوهنې او نفوذ پیدا کېدا په تړاو راپورونو داسې مهال دي، چې له دې وړاند هم د ملګرو ملتونو او يو شمېر هېوادونو په بشري مرستو کې د لاسوهنې ادعا شوې ده. هغه څه چې اسلامي امارت يې په کلکه ردوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist