پاکستانی پلاوی د بښنې غوښتلو لپاره کابل ته راغلی.
یوه دولتي سرچینه وایي، دا پلاوی ددې لپاره کابل ته راغلی چې د افغان سفیر په وړاندې د پاکستان استخباراتي ادارې د سپکاوي نه ډک چلند په تړاو بښخنه وغواړي.
د پاکستان له لوري د بد چلند پر وړاندې افغان حکومت جدي غبرګون وښود او دا کار یې د نړیوالو ډيپلوماتیکو اصولو خلاف وباله.
د دغه پلاوي مشري د ای ایس ای رئیس او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کوي.
دغه پلاوی به په افغان سوله او امنیت هم له افغان حکومت سره خبرې وکړي.











