د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ته اندېښنه ښودلې ده.
اوچا ویلي، دې ته په کتو سره چې د افغانستان ۸۰ سلنه کورنۍ له کرنې خپلې اقتصادي اړتیاوې برابروي او سېلابونو کرنې ته ډېر زیان رسولی چې سږ کال به د افغانستان غنم د دغه هېواد د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړي.
یادې ادارې روان وضعیت ته په کتو له نړیوالو غوښتنه کړې چې له افغان فقر ځپلو سره بشري مرستې زیاتې شي.
اوچا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي.