شااوخوا دوه کاله کیږي د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د ښځو او نجونو د حقونو او زده کړو پر سر ناندرۍ دوام لري.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د مې او جون میاشتو لپاره د بشري حقونو په تړاو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، لا هم پر ښځو او نجونو محدویتونو لګولو لړۍ روانه ده چې وروستۍ بېلګه یې له اکزیټ ازموینې د نجونو منع کول یاد کړي.
د راپور یوه برخه:« د چارواکو لخوا د ښځو او نجونو په حقونو محدودیتونه لا هم دوام لري چې د ۲۰۲۳ کال د مې میاشتې پر ۳ نیټه د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې یوازې نارینه زده کوونکي د اکزیټ ازموینه کې ګډون کولی شي. دغه پریکړه د هغو پریکړو یوه برخه ده چې ښځې او نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوې دي. »
راپور کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو ادارو پر ښځینه کارکوونکو بندیزونو یې کارونه اغیزمن کړي او له هغې ورځې چې بندیز پرې لګیدلی له کورونو کار کوي.
دغه راز په راپور کې ویل شوي چې اسلامي امارت د پخوانیو محدودیتونو عملي کولو هڅې زیاتې کړې او د انجوګانو کارکوونکې یې له کار یا سفر منع کړې دي.
د راپور یوه برخه:« د ملګرو ملتونو پر ښځينه کار کوونکو محدودیتونو د دې سازمان په کار اغیزه کړې چې د اپریل میاشتې له ۵ نیټې وروسته د یوناما ټول ښځینه او نارینه کارکوونکي له کورونو کار کوي. د دې ترڅنګ یوناما داسې شواهد له ځان سره ثبت کړي چې چارواکو د پخوانیو محدودیتونو د عملي کولو لپاره د انجوګانو ښځینه کار کوونکې چې محرم ورسره نه وو له سفر منع کړې او یا کار کولو ته یې نه دي پریښې.»
د ښځو د حقونو د نقض ترڅنګ یوناما په راپور کې ویلي، د پخواني حکومت د پوځ سرتیري لا هم وژل کیږي او یو شمیر یې له مقاومت جبهې سره په لاس لرلو نیول شوي هم دي.
د راپور یوه برخه:« د پخواني حکومت د پوځیانو د خپل سرو وژنو په تړاو د یوناما د مستند کولو لړۍ روانه ده چې لا هم د هغوی وژل دوام لري. د بېلګې په ډول، د مې په ۱۷ نیټه تخار او ۲۴ نیټه سمنګان کې دوه افسران وژل شوي دي. د وژل کېدو ترڅنګ یو شمیر افسران پنجشیر او کابل کې له مقاومت جبهې سره د لاس لرولو په تور نیول شوي هم دي.»
که څه هم اسلامي امارت دې راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او ومو نشوی کړی نظر یې له ځانه سره ولرو، خو له وړاندې یې دا ډول راپورونه بې اساسه بللي دي.
اسلامي امارت ویلي، په واکمنیدو یې د ټولو حقونه خوندي شوي او پخوانیو چارواکو او نظامیانو ته عمومي عفوه شوې.