د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمېتري ژېرنوف سره په کتنه کې په یوشمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې په کابل کې د روسیې سفیر دیمېتري ژېرنوف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د راتلونکې ناستې په اړه امیر خان متقي ته مالومات ورکړي او دغه راز یې په یاده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
خپرپاڼه کې ویل شوي، چې سرپرست وزیر په یاده ناسته کې د روسیې له بلنې د مننې ترڅنګ ویلي، چې مسکو فارمټ د سیمې ترمنځ د همغږۍ په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبوي.
امیرخان متقي ویلي، د افغان حکومت پلاوو د مسکو په تېرو ناستو کې هم ګډون کړی وه او په وینا یې چې کابل او مسکو به د ډیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې له دې ناستې ښه ګټه پورته کړي.
په ناسته کې امیر خان متقي د روسیې سفیر ته ویلي، چې د روسیې په ویزو کې آسانتياوي رامنځته کړې تر څو افغان سوداګر او نور افغانان وکولی شي، چې په اسانۍ روسیې ته سفرونه وکړي.