د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، افغانستان د یو ګاونډي هېواد په توګه خپل مسوولیت نه ترسره کوي او نه د دوحې پر هوکړې عمل کوي.
اصف پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پاکستان له ۵۰ تر ۶۰ لکو افغانانو ته له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې پناه ورکړې ده.
د نوموړي په وینا د دې برعکس په افغانستان کې هغو وسله والو ته پناه ځایونه ورکړل شوي چې د پاکستانیانو وینې تویوي او دا حالت نور دوامداره نه شي پاتې کېدای او په وینا یې پاکستان به د خپلو وګړو او خاورې د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو وسایلو کار اخلي.
اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې بیا ویلي، د دوحې هوکړه یې له امریکا سره کړې او له پاکستان سره د یوه ګاونډي په توګه عمل کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله نشته او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي او په وینا یې پاکستان باید خپلو ستونزو ته په خپله رسېدنه وکړي.