غزني کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
غزني کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په مهال د طالبانو د څلورو قوماندانانو په ګډون اوه دیرش طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، عملیات د غزني مرکز، اندړ او اب بند ولسوالیو کې شوي دي.
نوري وايي، ټول یویشت طالبان وژل شوي چې یو یې قوماندان او دوه نور یې سرګروپان دي او پاتې ټول نور عادي جنګیالي دي.
نوري همداراز ادعا وکړه چې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې دوولس نور طالبان ټپیان شوي او له چاودیدونکو توکو ډک د هغوی یو هاموې ټانګ هم له منځه تلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.