په قطر کې د افغانستان سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم وردګ د چهارشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۲ کال د چنګاښ پر ۲۱ مه» د افغانستان لپاره د بریټانیا له شارژدافیر رابرټ ډېکسن سره په یو شمېر موضوعاتو خبرې کړي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په کتنه کې دواړو لوریو په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان په روان وضعيت، پرمختګونو، ستونزو او حل لارو خبرې کړې دي.
کتنه کې محمد نعیم وردګ د بریټانیا د هغه دريځ ستاينه کړې، چې دوی په افغانستان کې د تاوتريخوالي ملاتړ نه کوي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت شارژدافیر رابرټ ډېکسن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې یې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو حق او اهمیت په تړاو د افغانستان له سرپرست سفیر محمد نعیم وردګ سره خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو په دې ټينګار کړی، چې هر راز مسايلو ته بايد د تفاهم او خبرو له لارې حل پیدا شي.