Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جان بس: یوازې طالبان دي چې د سولې مخنیوی کوي

admin by admin
2019/11/03

افغان حکومت او امریکا په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د طالبانو له اړخه تاوتریخوالی زیات شوی دی خو دوی سولې ته د رسېدو لپاره طرحه لري چې نړیوال به یې ملاتړ وکړي.

خو تحلیل کوونکي وایي، د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه باید یو اړخیزه نه وي او افغان لوری هم باید په جګړه کې کمښت راولي.

کابل کې د امریکا سفیر وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، یوازې طالبان دي چې په افغانستان کې د سولې مخنیوی کوي.

کابل کې د امریکا سفیر تخار کې پر ماشومانو د ماین چاودنې ته په اشارې ویلي، طالبان د سولې په وړاندې خنډ دي.

کابل کې د امریکا سفیر جان باس  ((د بې ګناه ملکي وګړو ژوند اخیستو غندنه کوم چې په پر وړاندې یې په بی پروایۍ سره تاوتریخوالی شوی دی. یواځې طالبان دي چې په افغانستان کې د سولې مخنیوی کوي.))

امریکا طالبانو سره د سولې خبرې د کابل په شش درک کې د یو موټر بم برید په غبرګون کې ودرولې. هغه برید چې د یو امریکایي په ګډون په کې ۱۱ تنه ووژل شول او طالبانو یې مسولیت ومانه.

خو پوښتنه داده چې طالبان به د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتنه ومني؟

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا  داسې وویل (( زما په فکر باندې دا یو طرفه خبره شوې ده، طالبان سره به یوه اساسي او بنیادي خبره نه وي شوي، زه فکر نه کوم چې طالبان دې د تاوتریخوالي کمولو کې مخالف وي بلکې موافق به وي.))

افغان حکومت هم ویلي، طالبانو بریدونو ته زور ورکړی او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

د ارګ ویاند یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د سولې د خبرو په جریان کې هم طالبانو جګړه بنده نه کړه.

د تاوتریخوالي د کموالي لپاره ټولې هیلې د چین هغې ناستې ته دي چې په دې وروستیو کې جوړیږي. دا ناسته د طالبانو ، سیاسي ډلو او افغان حکومت د استازو ترمنځ جوړیږي چې اوس ځنډول شوې ده.

افغان حکومت وایي، دسولې لپاره پلان لري او نړیواله ټولنه باید د دوی له طرحې ملاتړ وکړي.

امریکا باور لري چې افغانستان کې د جګړې پای سیاسي حل ته اړتیا لري خو له دې هرڅه وړاندې باید تاوتریخوالی کم شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist