ارګ کې د دویم خان اباد برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو.
دا تړون د ولسمشر په موجودیت کې د انرژۍ او اوبو وزارت د لینکو انفراتیک په نوم له هندي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د اوبو لګولو او د دویم خان اباد د برېښنا تولید پروژه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، موخه یې د خان اباد ولسوالۍ د اوبولګولو د سیستم انکشاف او د برېښنا تولید دی .
د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، ((د اوبو لګولو او د دویم خان اباد د برېښنا تولید پروژه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، موخه یې د خان اباد ولسوالۍ د اوبولګولو د سیستم انکشاف او د برېښنا تولید دی او د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت جوړېږي چې د ۱۰،۴ میګاواټه برېښنا پر تولید سربېره ۴۷۰۰۰هکتاره کرنیزه ځمکه هم اوبه کوي او د کندز ښار ۱۸ زره کورنۍ به په مستقیم ډول ورڅخه ګټه واخلي.))
ددغه پروژې مالي لګښت پنځه ویشت میلیونه ډالر دی چې د لس اعشاریه څلور میګاواټه برښنا سربیره به څه باندې څلویښت زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.