Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بندیانو تبادله به د سولې خبرې وځنډوي

admin by admin
2019/11/02

د سولې خبرو پر وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله به د سولې د خبرو د لا ځنډ لامل شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له ځنډ وروسته دا ځل د بندیانو تبادله د مذاکراتو لپاره لاره هواروي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی دا ځل د دوو امریکایي پروفیسرانو خوشې کولو په تکل کابل او اسلام اباد ته سفرونه کړي تر څو د افغان حکومت او امریکا سره د بندي شویو طالبانو بدل کې امریکايي پروفیسران خوشې کړي.

افغان حکومت ویلي، د بندیانو خوشې کولو برخه کې ځانګړي تګلاري لري او امریکا سره د بندیانو تبادله کې د همکاري ډاډ ورکړی.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب داسې وویل (( په دې اړه زموږ څېړنې او مشورې روانې دي، موږ له خپلو استخباراتي ادارو نه مالومات اخلو چې ددغو بندیانو په اړه څه مالومات لري او څه فکر لري، د امریکایانو  غوښتنه له موږ څخه د همکارۍ ده، موږ همکارۍ ته حاضر یو خو په پریکړه به فکر او کار کوو بیا به موافقې ته رسېږو.)) 

افغان حکومت که څه هم د بندیانو خوشې کولو برخه کې ځان یو قوي لوری یادوي خو کابل کې تحلیل دا دی چې د دې هوکړې اصلي لوبغاړي امریکا او طالبان دي او ډیر ژر به د بندیانو تبادله هم وشي.

د پوهنتون استاد فیض ځلاند داسې وویل (( د سیاسي بندیانو موضوع هومره په افغان دولت پورې اړه نه لري لکه څومره چې بهرنیانو پورې اړه لري، که خلیلزاد او ټیم یې وغواړي د بندیانو تبادله بریالۍ شي دا په لنډو ورځو کې هم  امکان لري، بیا به اړتیا نه وي چې د دولتي مشرانو او کشرانو هوکړه ترلاسه شي.))

د ولسي جرګې ځیني استازي بیا د جګړې ښکیلو خواوو  ترمنځ د اوربند او مذاکرتو پیل مخکې د بندیانو خوشې کول نیک ګام نه یادوي او وایي دا به د سولې خبرې وځنډوي او طالبانو ته به د لا باج اخیستو زمینه برابره کړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو دریدو وروسته دا ځل د بندیانو په تبادله د دواړو لورو تر منځ خبرې پیل شوي او باور دا دی چې د بندیانو تبادلې وروسته به بین الا فغاني خبرو ته هم لار هواره شي. طالبان د دوه امریکايي استادانو د خوشې کیدو په بدل کې انس حقاني ازادیدل غواړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist